به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د خیبر پښتونخوا حکومت د قیمتي معدنیاتو د پرمختګ او د صوبې د عوایدو د زیاتوالي لپاره د جمعې په ورځ د اپرېل په ۴مه د ماینز اینډ منرل ایکټ ۲۰۲۵ د صوبایي اسمبلۍ مخې ته وړاندې کړ. کله چې دا مسوده وړاندې شوه نو د پخواني صوبایي وزیر او د تحریک انصاف مشر شکیل احمد خان له لوري په اسمبلۍ کښې سخت تقریر وشو. هغه تور ولګاوه چې دا قانون د صوبایي وسایلو د غلا کولو یوه دسیسه ده. هغه وویل چې دا د ملک د وسایلو د قبضې یوه سازش ده.

شکیل احمد وویل چې د اتلسم آئیني ترمیم وروسته ډېر محکمې صوبو ته انتقال شوي دي او صوبو ته واک ورکړل شوی دی. نو اوس دا نوی قانون د صوبو د واک خلاف دی. د پاکستان د آئین خلاف دی. هغه حیران شو چې دا قانون کابینې څنګه منظور کړ او اسمبلۍ ته یې څنګه راوړ؟ شکیل احمد وویل دا مسوده باید وشلول شي او د ردی ټوکرۍ ته واچول شي.

د شکیل احمد له دې نیوکې وروسته په سوشل میډیا باندې د دې قانون په اړه نوې بحثونه پیل شوي دي.

د معدنیاتو بل باندې په پی ټي آی کښې په سوشیل میډیا جنګ روان دی

د ماینز او منرلس (معدنیاتو) قانون په اړه سوشیل میډیا داسې ښکاري لکه درېیمه نړیواله جګړه روانه وي. د پی ټي آی کارکوونکي او مشران پخپلو کښې یو بل باندې تورونه لګوي.

یوه ډله دا قانون د صوبې په وسایلو ڈاکه بولي او بله ډله وايي دا قانون د صوبې د واک مطابق جوړ شوی دی.

په سوشیل میډیا د پی ټي آی د حکومت پلوه او مخالفت کوونکو ترمنځ دا جنګ ډېر زور نیولی دی.

صوبایي وزیران وايي چې دا بل (قانون) به خلکو ته کارونه پیدا کړي او قانوني کان کیندنه (مایننګ) به زیاته شي، خو مخالفین وايي چې دا قانون به بهرني خلک ته دا موقع ورکړي چې د صوبې وسایل ونیسي.

مخالفین وايي چې په قانون کې دا هم لیکل شوي چې غیر مقامي خلکو ته تر ۳۰ کالو پورې د ماینز لایسنس یا لیز ورکولای شي.

خو حکومتي خلک وايي چې دا کار به د صوبې لپاره یو ښه کاروباري موقع وي.

د پی ټي آی یوه ډله وايي چې صوبایي حکومت د مخالفینو ایجنډا پر مخ وړي. کارکوونکي پر وزیر اعلی علی امین ګنډا پور او د صوبې حکومت تورونه لګوي چې دا قانون د اسټیبلشمنټ (طاقتورې ادارې) منصوبه ده او د مقامي خلکو کاروبار ته زیان رسوي.

خو جالبه خبره دا ده چې زیاتره خلک د دې قانون په اړه یوازې اوازو او داخلي اختلافاتو باندې خبرې کوي او ډېر کم خلک دا قانون په اصل کښې لوستي دي.

په ماینز اینډ منرل ایکټ کښې آخر څه دي

د خیبرپښتونخوا حکومت د معدني زیرمو د څانګې د منظم کولو، پانګونې ته د ودې ورکولو او سیمه‌ییز پرمختګ د یقیني کولو لپاره یو نوی قانوني مسوده جوړه کړې ده چې د خیبرپښتونخوا ماینز اینډ منرلز بل نومیږي. د دې بل موخه دا ده چې د کان کیندنې نظام شفاف، مؤثر او د عصري اړتیاوو مطابق جوړ کړي.

د دې بل له مخې به یو نوی خپلواکه اداره چې د خیبرپښتونخوا منرل ډیولپمنټ اتھارټي نومیږي. جوړه شوی ده. دا اداره به د معدني زیرمو د لټون، جوازونو ورکولو، قراردادونو او څارنې چارې پر مخ وړي. ادارې ته به تکنیکي، مالي او اداري خپلواکي ورکړل شي او مشري به یې د معدني چارو عمومي رئیس (ډایرکټر جنرل) کوي. سربېره پر دې چی په هره ضلع کښې به ضلعې منرل کمېټې هم جوړې شي څو ځایي څارنه او د شکایتونو د حل اغیزناک نظام رامنځته شي. دا ضلعې کمېټې به د ضلعی مرستیالان (ډپټي کمشنران) مشري کوي.

بل له مخې معدني زیرمې په درېیو برخو وېشل شوې دي . چی لویې معدني زیرمې، وړې معدني زیرمې او ستراتیژیک (حساس) معدني زیرمې.د جوازونو ورکولو لپاره به ای-آکشن، ډیجیټل غوښتنلیکونه او د شفافیت اصول عملي شي.

د شخړو د حل لپاره به بدیل عدالتي نظام موجود وي تر څو د عدالت پر سیستم بوج کم شي او دواړه خواوې ژر انصاف تر لاسه کړي. همدارنګه، د شکایتونو د اورېدو لپاره به د پېښور عالي محکمې (های کورټ) یو قاضي د اپیل ټریبونل مشري کوي.

ټول معدني سیمې به د جغرافیایي معلوماتو د سیستم (GIS Mapping) له لارې ثبت شي او د کان کیندنې فعالیتونه به په ریئل ټایم کښې د ډیجیټل سیسټم له لارې څارل کیږي.

ځايي خلکو ته دندې، ټولنیز امنیت او روڼتیا اړینه ده

دغه قانون کښې څلور مادې د سیمه ییز خونديتوب، د خلکو د کار برابرولو، او د بنسټیزو آسانتیاوو د برابرولو په اړه دي. د ۷۹ نه تر ۸۲ مادو پورې ویل شوي چې د هرې کان کیندنې پروژې له پیل مخکې د ټولنیزو اغېزو مطالعه او د ټولنیزو اغېزو د مدیریت پلان وړاندې کول ضروري دي.

په دې مطالعې کښې به د ځایي خلکو اړتیاوې ممکنه منفي اغېزې لکه بې‌ځایه کول یا د کلتور زیان، او د معلوماتو راټولولو طریقه شامل وي.

شرکتونه به د ځایي خلکو د تمې سره سم د کار، سړکونو، او نورو آسانتیاوو لپاره بشپړ پلان وړاندې کوي. که دا پلان پوره نه وي، نو د کان کیندنې اجازه ردېدلای شي.

همدارنګه ټینګار شوی چې ځایي خلکو ته د کار لومړیتوب ورکړل شي.

د کان کیندنې شرکتونه به پاکستانی ځایي خلکو ته لومړیتوب ورکوي او هغه لوی شرکتونه چې پراخ کار کوي. هغوی ته لازمي ده چې د خپل کلني لګښت لږ تر لږه ۱٪ د ځایي خلکو د روزنې لپاره مصرف کړي.

که قانون مات شي. نو تر ۲۰ لکه روپیو پورې جریمه او بند سزا ورکول کېدای شي.

شرکتونه مجبور دي چې خپل شیان او خدمات له ځایي مارکیټ نه واخلي او څو ځایي اقتصاد ته وده ورکړل شي.

د نایاب ځمکني او ستراتیژیک دهات جګړه

په دې قانون کښې تر ټولو زیات یادونه د دوو قیمتي فلزاتو شوې ده، چې په اړه یې یوازې نومونه ذکر شوي. خو دقیق وضاحت نه دی ورکړل شوی. دا دهاتونه نایاب ځمکني فلزات او ستراتیژیک فلزات دي. د دې فلزاتو د لیز او ټینډر لپاره باید د مرکزی حکومت اجازه اخیستل شي او کوم بهرني پانګوال چې راځي. باید د ایس آی ایف سی له لارې راشي.

په قانون کښې د نایاب ځمکني فلزاتو او ستراتیژیک فلزاتو تعریف نه دی ورکړل شوی. خو په نړیوالو کښې ریئر ارتھ ګروپ، چې ډیر نایاب ځمکني فلزات دي. په کښې لیتیم او د دې سره تړلې ۱۵ نور فلزات شامل دي. دې فلزاتو کښې لیتیم، سیریم، پراسیوډیمیم، نیوډیمیم، پرومیتیم، سیماریم، یوروپیم، ګیډولینیم، ټربیئم، ډسپروزیم، هولمیم، اربیم، تولویم، ایټربیئم او لیوتیشیم شامل دي. دا فلزات روښانه او نرم وي او عموماً سپین رنګ لري لکه سپینې دودي. نیوډیمیم او سیماریم د مقناطیسونو د جوړولو لپاره کارول کیږي. نیوډیمیم یو قوي مقناطیس دی چې د هیډفونونو او برقي موټرونو کښې کارول کیږي. یوروپیم په عمومي توګه د ټلویزیون او موبایل سکرینونو کښې کارول کیږي. سیریم د لمریزې پانلونو او بیټرۍ جوړولو لپاره کارول کیږي. ګیډولینیم د نیوکلیئر ریاکټرو کښې استعمالیږي. لیتیم د کیمرې لینزونو لپاره کارول کیږي او پراسیوډیمیم د هوایي الوتکې انجنونو لپاره کارول کیږي. د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په غرنیو سیمو کښې د لیتیمایډز زیرمې شتون لري. خو د مناسبې کان کیندنې او تصفیه کولو نه شتون له امله تر اوسه پورې پوره استعمال نه دي شوي.

همدا رنګه ستراتیژیک دهات د پلاټینیم ګروپ دي. چې ورته کریټیکل اینډ ستراتیژیک ګروپ ویل کیږي. دې کښې پلاټینیم، پیلیډیم، روډیم، روتینیم، اوسمیم، آریډیم، اوسپنه، کوبالټ، نکل، مس، او زنک شامل دي. دا هغه دهاتونه دي چې عرضه یې ډېر محدوده وي او غوښتنه یې ډېره وي. دا فلزات په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ، دفاع، انرژۍ، او صنعتي برخو کښې کارول کیږي. دا فلزات دومره مهم دي چې د دوی کمی کولی شي د ملي امنیت لپاره ګواښ وګرځي. د دې فلزاتو کارونه د موټرو د کیټالټیک کنورټرونو، برقیات، روغتیايي آلاتو، او لوړې ټکنالوژۍ صنعتونو کښې دي. پلاټینیم د هایدروجن فیول سیلونو او شین انرژۍ په برخه کښې مهمه ونډه لري، چې په راتلونکي کښې د انرژۍ د سرچینې په توګه ګڼل کیږي.

د مارچ میاشتې یو اجرائیوي حکم د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا صادر شو چې هدف یې د اقتصادي او ملي امنیت لپاره د حیاتي معدنیاتو تولید زیاتول و. په دې حکم کښې ۳۵ ستراتیژیک او حیاتي معدنیات ذکر شوي چې پلاتین ګروپ فلزات، نادرې ځمکې، لیتیم، کبالت، ټنګسټن، نیوبیم، منګنیز او یورانیم په کې شامل دي. دا معدنیات په الکترونیک، سپوږمکۍ، وسلو، برقي وسایطو، بیټرۍ، او شنه انرژۍ ټکنالوژیو کښې کارول کیږي.

د وزیر اعلی سره د کینې او دروغجنې پروپګنډې؟

د خیبر پختونخوا وزیراعلی علی امین گنڈاپور د ماینز او معدنیاتو پر قانون ۲۰۲۵ باندې چې کومې نیوکښې شوې دي. هغه بې بنه او دروغجن پروپگنډا بللې دي او ویلې یې دي چې زما د بګض له امله خلک بې تصدیق غلط فهمۍ رامنځته کوي. په ویډیو بیان کښې یې وویل چې د ماینز او معدنیاتو په اړه غلط فهمۍ رامنځته کیږي کوم چې په پراخه کچه خپره شوې ده. هېڅ ځای کښې هم د صوبې اختیار بل ته نه ورکول کیږي. نه د وفاق حکومت ته او نه کوم بل ادارې ته. زه ډېر افسوس لرم چې ښایي زما د بګض له امله داسې خبرې شروع کیږي او خلک بې تصدیق شروع کوي.

هغه وویل چې د دې قانون له مخې غیرقانوني مایننګ پر ضد سخت اقدامات اخیستل کیږي. ځکه تر دې مخکې قانون ډېر نرم و. د دې قانون له مخې به ماشینونه ضبط شي او نیلام به شي. او د قیمتي معدنیاتو د ویلیو ایډیشن لپاره اقدامات ترسره کیږي. که څوک ۵۰ کروړه یا زیاتې صنعت جوړوي او ویلیو ایډیشن کوي. نو د هغه لیز وخت به اوږد شي. خو عادي لیز وخت به کم شي. او هر څوک چې کار کوي. د هغه لیز به زیات شي.

نور ولولئ