د لکي مروت يو تاوتريخجن حالت په هغه وخت کښې رامنځته شو کله چې يوې ځايي ملېشې د خپل کلي درې يرغمل شوي کسان له ترهګرو څخه د خلاصون لپاره وسلې پورته کړې.
د ځايي سرچينو په وينا د بيګو خېل کلي درې سړي په امير ونډه نومې يو نږدې کلي کښې د ناروغ کس پوښتنې ته تللي وو. خو ترهګرو درې واړه سړي وتښتول او د دوی وسلې يې هم ضبط کړې.
کله چې د تښتونې خبر بيګو خېل ته ورسېد. نو د ځايي امن کمېټې مشر تښتونکو ته پيغام واستاوه چې يرغمل شوي خوشې کړي او د دوی وسلې بېرته ورکړي. د کمېټې مشر خبرداری ورکړ چې که داسې ونه شي نو دا به د جګړې اعلان وګڼل شي.
د بيګو خېل د هر عمر نارينه وو يوه لويه ملېشه د وسلو سمبال ساتلو سره امير ونډې ته ورسېده. ملېشې د هيڅ مقاومت سره مخ نه شوه او يرغمل شوي کسان او د دوی وسلې يې پرته له څه مقاومت څخه ترلاسه کړې.
د ملېشې مشرانو دا خبرداری هم ورکړ چې که دا ډول کومه پېښه بيا رامنځته شي نو ټول کلی به ذمه وار وګڼل شي.
د رسمي شمېرو له مخې د مارچ په مياشت کښې لږ تر لږه ۱۵۸ ترهګر وژل شوي دي. ترهګر د صوبي په ۱۵ بېلابېلو ضلعو کښې په ۷۳ عملياتو کښې وژل شوي دي. په شمالي وزيرستان کښې تر ټولو ډېر ترهګر وژل شوي دي. چي شميره ئي ۴۰ ده. په همدې حال کښې په لکي مروت کښې اوه ترهګر وژل شوي دي.