به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

ریپبلک ورلډ او ډیکن هیرالډ دعوې وکړه چې مفتي شاه میر، چې د شنبې په ورځ په تربت کښې وژل شوی، په ایران کښې میشت پاکستانی سوداګر و چې په ۲۰۱۶ کال کښې د هندي جاسوس کلبھوشن یادو په نیولو کښې یې لاس لرلو.

حقیقت: مولانا شاه میر عزیز بزدار په بلوچستان کښې د جمعیت علما اسلام (ف) یو عهدیدار و او په ایران کښې یې له سوداګرۍ سره هیڅ تړاو نه لرلو. هغه په سیاسي فعالیتونو کښې فعاله برخه اخیستې وه او د یو دیني عالم په توګه یې کار کړی و او حتی په بلوچستان کښې یې په کالونو په مدرسو کښې تدریس کړی و.

پورا کیسه:

مولانا شاه میر عزیز بزدار، یو مشهور دیني عالم، مفتي، او د جمعیت علما اسلام (ف) سیمه ایز عهدیدار، د مارچ په اتمه شپه په تربت کښې په ډزو ووژل شو.

بزدار د تربت ښار د ملک آباد سیمې په جامع جومات کښې د تراویح د اتلسم رکعت په جریان کښې له شا څخه په ډزو وویشتل شو. هغه سمدلاسه د تربت تدریسي روغتون ته ولیږدول شو، چیرته چې ډاکټرانو د هغه مرګ تایید کړ.

د هغه د جنازې لمونځ د جمعې په ورځ په تربت کښی د فټبال په میدان کښې ترسره شو او په زرګونو سوګوارو پکې ګډون وکړ. وروسته هغه په خپل پلرني کلي پیدرک کښې خاورو ته وسپارل شو، چې د تربت ښار څخه ۴۵ کیلومټره لرې دی.

بزدار خپلې لومړنۍ زده کړې په پیدرک کښې وکړې. د هغه د دیني لیوالتیا له امله، پلار هغه په کراچۍ کښې جامع بنوریه کښې د عالمي (دیني علم) کورس لپاره داخل کړو. د خپل کورس له بشپړولو وروسته هغه د مفتي کورس هم تعقیب کړ.

له مدرسې څخه د فراغت وروسته هغه په تربت کښی د ملک آباد په سیمه کښې له خپلو خپلوانو سره اوسیده. د سیمه ایزو مدرسو د تدریس تر څنګ هغه د سیمه ایزو شخړو قاضیتوب او حل هم کاوه.

بزدار د جمعیت علما اسلام (ف) یو مهم غړی وو. د تربت تحصیل د جنرل سیکرټری او د کیچ د نائب امیر په توګه یې دندې ترسره کولې. هغه درې ځله واده کړی و.

پلار یې یو مشهور سیمه ایز سیاسي شخصیت او د قومي مشر په توګه ګڼل کیده. پلار یې د مشرف د واکمنۍ پر مهال د پیدرک یونین کونسل د ناظم (اداري مشر) په توګه دنده ترسره کړې وه او د بلوچستان ملي پارټی (عوامي احسن شاه ګروپ) سره تړاو لرلو.

د جمعیت علما اسلام (ف) ویاند اسلم غوري د دی برید سخته غندنه وکړه او ویې ویل چې بزدار په یوی هفتی کښې څلورم د جمعیت علما اسلام مشر دی چې په نښه کیږي خو چارواکو د مجرمینو د نیولو لپاره هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

په همدې حال کښې څو هندي ټولنیزو رسنیو دعوی وکړه چې بزدار په ایران کښې میشت پاکستانی سوداګر و چې د هندي جاسوس کلبھوشن یادو په نیولو کښې یې لاس لرلو.

په هرصورت دا دعوی د اعتبار وړ نه ښکاري ځکه چې بزدار د جمعیت علما اسلام (ف) یو عهدیدار و چې په سیاسي فعالیتونو کښې فعال و او یو دیني عالم و، نه سوداګر، چې په بلوچستان کښې یې په مدرسو کښې تدریس کړی و.

نور ولولئ