به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله حالات خراب دي. د هېواد تر ټولو لوی ښار کراچۍ د سختو بارانونو له امله تر اوبو لاندې شوی او چارواکي د ممکن زیات سېلاب لپاره تیاری نیسي. په پنجاب کې هم ریکارډي بارانونه شوي. چې له امله یې د سند درياب د اوبو سطحه لوړه شوې او د ډېرې تباهۍ خطره شته.

​د سېلابونو د مخنيوي لپاره په سندهـ صوبه کې چارواکو د سند درياب شاوخوا بندونه ټينګ کړي او د خلکو لپاره يې د مرستې او طبي مرکزونه جوړ کړي دي. دوی پیشنګویی کوي چې په لسګونو لکه خلک به بې کوره شي. د ستلج درياب پر سر د هند لخوا د اوبو خوشې کولو هم وضعیت نور خراب کړی دی.

​د پاکستان این ډی ایم ای (NDMA) په سندهـ او بلوچستان کې د نورو بارانونو خبرداری ورکړی. چې ښايي په کراچۍ، حیدرآباد او سکھر غوندې ښارونو کې سېلابونه راولي.

​د سندهـ وزيراعلیٰ مراد علی شاه او د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د سېلابونو د مخنيوي لپاره جوړ شويو بندونو کتنه کړې او د سختو تیاريو پر اړتيا يې ټينګار کړی. د صوبايي حکومت په مرستندويه کیمپونو کې له ۱۴۳۰۰۰څخه زيات بې کوره خلک او له ۳۹۰۰۰۰  څخه زيات څاروي ځای پر ځای شوي دي.

​بلاول بټو زرداري ويلي چې د کرنې د لوی زيان له امله (چې نژدې ۱.۵ بيلين ډالره اټکل شوی) په هېواد کې د خوړو د کمی خطره شته. هغه د ټول هېواد لپاره د کرنې په برخه کې د بيړني حالت اعلان غوښتنه کړې ده.

​د NDMA په وینا د جون له ۲۶مې راهیسې په ټول هېواد کې د سېلابونو او اړوند پېښو له امله ۹۲۸  کسان مړه شوي دي. ولسمشر آصف علی زرداري د خوړو د اکمالاتو د خونديتوب او د راتلونکو موسمي حالاتو پر وړاندې د مقاومت د قوي کولو لپاره د سملاسي اقداماتو امر کړی دی.

​د پنجاب صوبه هم له سختو بارانونو سخته اغېزمنه شوې ده.  چې له امله يې ۶۶ کسان مړه شوي، ۲۱ لکه خلک بې کوره شوي او نږدې ۲۰ لکه جریبه کرنيزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده. دا حالت د پنجاب په تاريخ کې یو له تر ټولو لویو ژغورونکو عملياتو لامل شوی چې ملکي او پوځي دواړه پرسونل پکې شامل دي.

نور ولولئ