د پاکستان د پوځ یو زړور افسر ميجر عدنان اسلم د نهې (سې شنبې) په ورځ په راولپنډۍ کې په چکلاله کښې خاورو ته وسپارل شو. نوموړی د ستمبر په دویمه نېټه په بنو کې د ترهګرو په یو بېزړه برید کې سخت ټپي شوی و او په سي اېم اېچ روغتون کې يې خپل ژوند قرباني کړو.
د هغه د جنازې په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف، دفاع وزیر، اطلاعاتو وزیر، د پوځ مشر جنرال فیلډ مارشل سید عاصم منیر، نورو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو او د شهید کورنۍ غړو په لوی شمېر کې ګډون وکړو.
د آی اېس پي آر په وینا ميجر عدنان اسلم د عملیاتو پر مهال ډېره زړورتیا او رهبري وښودله او خپلو سرتېرو ته یې خپله له مخکې نه قومانده ورکوله.
آی اېس پي آر وايي چې د شهید ميجر عدنان اسلم زړورتیا او کلک عزم د ترهګرو شوم هدفونه شنډ کړل.
د آی اېس پي آر په خبره له جنازې وروسته وزیراعظم شهباز شریف شهید ته درناوی وړاندې کړو او وویل چې نن موږ د پاکستان یو زړور بچی له لاسه ورکړو. د ميجر عدنان اسلم قرباني به تل په یاد وي. د هغه زړورتیا هېوادنۍ مینه او سرښندنه به د ملت په زړونو کې تل ژوندي وي.
وزیراعظم زیاته کړه چې شهید ميجر عدنان د خپلې مورنۍ خاورې د ساتنې لپاره خپل ژوند نذرانه کړ او په دې توګه یې د پاکستان د غوره دودونو پیروي وکړه.
آی اېس پي آر ژمنه وکړه چې د پاکستان پوځ ترهګرۍ په مکمله توګه ختمولو ته ژمن دی. شهید ميجر عدنان به په خپل پلرني کلي کې په پوره پوځي درناوي خاورو ته وسپارل شي.