د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې امنیتي ځواکونو په یوه مهم اپریشن کې د ناقانونه ډلې ګل بهادر ګروپ یو مهم قوماندان وژلی دی. د وژل شوي قوماندان نوم علیم الحق عرف قوماندان منصور جاني خیل دی.
امنیتي سرچینو ویلي دی چي قوماندان منصور په پوځي اپریشن کې نېغ په نېغه لاس لرلو. هغه څه موده وړاندې د توچي پوسټ د تړلو ناکامه هڅه هم کړې وه.
سرچینې وایي چي په دې بریالي اپریشن کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. د ډزو په پایله کې قوماندان منصور سخت ټپي شو او د هغه ملګرو هڅه وکړه چې هغه له ځان سره یوسي. خو هغه ونه ژغورل شو او په ځای مړ شو.