په ۹ ستمبر ۲۰۲۵ کې د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو او قبایلي چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې د افغان وګړو د ستنېدو په اړه د ستمبر ۸می نیټې معلومات وړاندې شوي دي.
د دې معلوماتو له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ روانه ده. د ګل (دوشنبې) په ورځ ۲۴۹۱ افغانان د تورخم پولې له لارې بېرته خپل هېواد ته ولېږل شول. چې ۷۴۶ هغه کسان و چې بې اسنادو په پاکستان کې اوسېدل. دا شمېرې دا ښيي چې د پاکستان حکومت بې اسنادو کډوال په منظم ډول بېرته لېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا تر اوسه پورې د خیبر پښتونخوا له لارې ۷۴۳۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي. له دې څخه ۶۰۵۹۹۲ هغه کسان و چې بې اسناده په پاکستان کې اوسېدل. پر دې سربېره ۸۹۴۶۷ د پي او آر کارډ لرونکي او ۴۸۲۵۴ د افغان سټیزن کارډ لرونکي هم خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا معلومات دا هم ښيي چې یوازې بې اسنادو کډوال نه بلکې هغه کسان چې قانوني اسناد لري هم په زیاته شمېره کې بېرته ځي.
د کورنیو چارو وزارت دا هم وویل چې تر ټولو زیات افغانان د تورخم پولې له لارې ستانه شوي دي. دا سیمه د افغان کډوالو د راتلو او بېرته ستنېدو لویه لار پاتې شوې ده. پر دې سربېره له نورو صوبو لکه اسلام آباد، پنجاب، آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان څخه هم ۳۰۶۹۴ افغانان بېرته لېږل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې دا ټوله پروسه د صوبایي حکومت او نورو اړوندو ادارو تر څارنې لاندې روانه ده. ترڅو د وتلو دا بهیر په قانوني او خوندي توګه سرته ورسېږي. دا نه یوازې د پاکستان د حکومت د یوې منظمې پالیسۍ برخه ده. بلکې د هغو افغان کورنیو لپاره هم یوه نوې پیل دی چې له کلونو کډوالۍ وروسته خپل کورونو ته بېرته ستنېږي.