| به‌روزرسانی دربارهٔ |17:08

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ علی امین ګنډاپور په کوربتوب په صوبه کښې د امن و امان د ښه والي لپاره د سیمه ایزو جرګو لړۍ پای ته ورسېده. د دغې لړۍ څلورمه او وروستۍ مشورتي جرګه د خالي (شنبې) په ورځ په پېښور کښې د وزیراعلی په کور کښې وشوه. چې پکې د کرمې ضلعي قبایلي مشرانو، د سیاسي ګوندونو مشرانو، او سیمه ایزو صوبايي او قومي اسمبلۍ غړو په لوی شمېر کښې برخه اخیستې وه. په دې جرګه کښې د وزیراعلیٰ سلاکار بېرسټر محمد علي سېف، سینیټر نورالحق قادري، چیف سیکرټري او آې جي پي په ګډون اړوند کمیشنرانو، ډپټي کمیشنرانو او پولیس افسرانو هم ګډون کړی و.


ګډونوالو د امن او نظم لپاره له قبایلي مشرانو سره د جرګو د جوړولو په اړه د وزیراعلیٰ هڅې وستایلې او مننه یې ترې وکړه. په جرګه کښې د کرمې ضلعي کښې د امن د بېرته راتلو، د یو ځانګړي پرمختیایي پیکج د اعلان او په سختو حالاتو کښې د هیلي کاپټر خدمتونو پیلولو په خاطر هم د وزیراعلیٰ څخه مننه وشوه. د جرګې ګډونوالو په دې خبره ټینګار وکړ چې په کرمه کښې بحال شوی امن باید په مستقل ډول وساتل شي.

جرګې په متفقه توګه سپارښتنې وړاندې کړې، چې پکې د کرمې ضلعي اهل سنت او اهل تشیع دواړه په دې خبره سلا شوي چې په سیمه کښې د امن د ټینګښت لپاره له حکومت سره په هر ډول ممکنه مرستې ته چمتو دي.

دویمه دا چې په جرګه کښې شامل قبایلي مشرانو د هر ډول ترهګرۍ په کلکه غندنه وکړه او د سولې لپاره یې له حکومت سره د درېدو هوډ څرګند کړ.

جرګې د کرمې ستونزې د دایمي حل لپاره د وفاقي او صوبايي حکومتونو، امنیتي ادارو د استازو او د سیمې د مشرانو په ګډون د یوه باصلاحیته جرګې جوړولو وړاندیز وکړ. دې جرګې ته باید له افغانستان سره د خبرو اترو اختیار ورکړل شي. ځکه چې د کرمې د امن ستونزه له افغانستان سره تړلې ده.

مشرانو په سیمه کښې د روزګار د فرصتونو پیدا کولو لپاره له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره دې تجارتي لارې خلاصې شي.

د جرګې ګډونوالو په دې هم ټینګار وکړ چې امن زمونږ اساسي اړتیا ده او که امن وي نو پرمختګ به هم وي.

نور ولولئ