د بلومبرګ د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جون په میاشت کښې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له کتنې ډډه وکړه. ځکه چې د پاکستان د پوځ له فیلډ مارشل عاصم منیر سره د ممکنه لیدو څخه یې وېره لرله.
دې امریکایي خپرونې په نوي ډیلي کښې د چارواکو په حواله وویل چې مودي وېره لرله چې که دوی دواړه (مودي او منیر) په یو وخت کښې په سپینه ماڼۍ کښې وي، ټرمپ به ښايي د دوی ترمنځ د لیدنې ترتیب وکړي.
په داسې حال کښې چې هند له ټرمپ سره د پاکستان د ملکي مشرتابه په لیدنه کښې ستونزه نه لرله. خو د فیلډ مارشل منیر کوربه توب د هند د روایت لپاره یو خنډ بلل کېده.
په راپور کښې ویل شوي چې دا پېښه د مې په میاشت کښې د څلور ورځنۍ جګړې وروسته له هغه وشوه چې هند او پاکستان د اوربند په اړه فیصله وکړه.
د مودي او ټرمپ ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د امریکا ولسمشر په وار وار د دې په اړه خبرې کولې چې څنګه یې ایټمي جګړه ودروله – هغه ادعا چې هند رد کړه او ټینګار یې وکړ چې اوربند په مستقیم ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ شوی دی.
دا ترینګلتیا د جون په ۱۷مه د نرېندرا مودي سره په ټیلیفوني خبرو کښې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده، کومې چې وروسته له هغه وشوې چې ټرمپ په کینیډا کښې د جي ۷ سرمشریزې څخه مخکې لاړ او په شخصي توګه یې ونه شوای کولای له مودي سره وویني.
له ټرمپ سره په ۳۵ دقیقو ټیلیفوني په خبرو کښې مودي ټینګار وکړ چې دواړو هېوادونو د هند له لوري د بمبارۍ وروسته د پاکستان په غوښتنه په مستقیم ډول د اوربند په اړه خبرې کړې وې.
د هند د یوه رسمي بیان له مخې مودي وویل چې هند منځګړیتوب نه مني او هیڅکله به یې ونه مني او زیاته یې کړه چې ټرمپ په دقت سره واوریدل.
په نوي ډیلي کښې د چارواکو په وینا چې د محرمو خبرو اترو په اړه یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کولې. مودي احساس وکړ چې په دې خبرو کښې اړتیا ده چې حقیقت روښانه کړي وروسته له هغه چې د هغه مرستیالانو وموندله چې ټرمپ پلان لرلو چي د بلې ورځې لپاره په سپینه ماڼۍ کښې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر لپاره د غرمې ډوډۍ جوړه کړي.
دې معلوماتو د هند مشر دې ته وهڅاوه چې له کینیډا څخه د راستنېدو پر مهال واشنګټن ته د سفر بلنه رد کړي. پر ځای یې مودي کروشیا ته خپل پلان شوی سفر ته دوام ورکړ.
د راپور له مخې له دې پېښې وروسته د واشنګټن او نوي ډیلي اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې.
ټرمپ په عامه توګه د هند نیوکه شروع کړه. وروسته یې د امریکا متحده ایالتونو ته د هند په صادراتو باندې د ۵۰٪ مالیې (ټریف) ګواښ وکړ او د دغه هېواد سوداګریز خنډونه او اقتصادي فعالیت یې وغندل. د خپل ګواښ په تعقیب هغه دا مالیه ولګوله.
مودي او ټرمپ د جون له ټیلیفوني خبرو وروسته خبرې نه دي کړې.