| به‌روزرسانی دربارهٔ |16:13

د پاکستان د بشري حقونو وزارت قامي اسمبلۍ ته ويلي چې د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پورې په ټوله هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۷۳،۳۶۷ پېښې ثبت شوې دي. دا شمېره د پوښتنو د ساعت پر مهال وړاندې شوې، چې پکې د وزارت له لوري د ښځو د تاوتريخوالي بېلابېلو ډولونو مفصل احصايه وړاندې شوه.

د راپور له مخې، د يادې مودې په ترڅ کې د ملي پوليسو ادارې (National Police Bureau) د معلوماتو پر بنسټ ۵،۹۴۸ د وژنې پېښې، ۸،۷۹۹ د ښځو د وهلو او ۲،۳۰۴ د کورني تاوتريخوالي نورې پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه، ۱،۵۵۳ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې، ۱۲۷ د تېزابو حملې او ۳۰۰ د چولې سوځېدو پېښې هم ثبت شوې دي.

راپور زياتوي چې د جنسي تاوتريخوالي په برخه کې هم خطرناک شمېرې ثبت شوې دي. د څلورو کلونو په موده کې ۱۶،۱۳۵ د جنسي تېري، ۱،۶۳۶ د ډله‌یيز تېري، ۱۲۱ د بندي‌ځای جنسي تېري او ۱،۱۵۴ د کورني جنسي تېري (incest) پېښې ثبت شوې دي. سربېره پر دې، ۴۴۵ د جسمي ځورونې، ۱۸۲ د جنسي ځورونې او ۵ د رواني ځورونې پېښې په کاري ځايونو کې راپور شوي دي.

تر ټولو زياتې شمېرې د تښتونې او برمته کولو په برخه کې ثبت شوې، چې شمېر يې ۸۹،۵۹۹ ته رسېږي. برسېره پر دې، ۴۴،۰۵۷ پېښې د “د تاوتريخوالي نورو بڼو” په نوم ثبت شوې دي.

د بشري حقونو وزارت د دغو شمېرو په وړاندې کولو سره ويلي، دا شمېرې د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د يوې جدي او اندېښمنوونکې ستونزې څرګندونه کوي. وزارت زياته کړه چې د ښځو د خونديتوب، عدالت او مساوات د ټينګښت لپاره فوري او اغېزمنو ګامونو ته اړتيا ده، څو دا خطرناک بهير مهار شي او ښځو ته په ټولنه کې د امن ژوند چاپېريال برابر شي.

نور ولولئ