خبر کده جانګړی راپور
په بلوچستان صوبه کې د هغو افغان کډوالو د برازت او منظم ستنېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده، کوم چې بېاسنادو او ناقانونه مېشت بلل کېږي. د صوبايي حکومت، فرنټير کور (ايف سي) او پوليسو ګډ ټيمونه د منظم عملياتو له لارې د دغو افغان وګړو پېژندنه کوي. پېژندل شوي کسان د لنډمهاله مرکزونو (هولډنګ سنټرونو) ته انتقالېږي، له هغه ځايه بيا د چمن له لارې د بشپړ درناوي، اسانتياوو او عزت سره افغانستان ته لېږدول کېږي.
نادرا: د بېاسنادو افغانانو د پېژندنې مخکښ اداره
د نادرا اداره (National Database and Registration Authority) د دې بهير د تنظيم او مؤثريت لپاره مهم رول لوبوي. د نادرا د سکريننګ له لارې تر اوسه له دوو لکو زيات بېاسناد افغانان پېژندل شوي، د هغوی جعلي پېژندپاڼې بندې شوې او معلومات یې ثبت شوي دي.
د حکومت پاليسي دا ده چې ټولو غير راجستر يا ناقانونه افغان وګړو ته به د برازت ستنېدو موقع ورکړل شي. چارواکي وايي، دا اقدام د ملي امنيت د تقاضاوو پوره کولو تر څنګ کډوالو ته د عزتمن ستنېدو يو عملي مثال هم وړاندې کوي.
د کډوالو کيمپونه تړل او د افغان زدهکوونکو بېرته ستنېدل
د حکومتي پرېکړې له مخې، په بلوچستان کې د افغان کډوالو لپاره جوړ لس کيمپونه په مرحلو کې تړل شوي دي. په دغو کې د کوټې، پشين، چاغي، لورالايي او نورو ضلعو کيمپونه شامل دي.
تر اوسه له دغو کيمپونو څخه شاوخوا ۴۵ زره افغان کډوال منظم ډول بېرته خپل هېواد ته انتقال شوي دي.
په تعليمي برخه کې هم د فدرالي پريکړې عملي کول پيل شوي، او د بلوچستان له پوهنتونونو څخه ۲۰۱ افغان زدهکوونکي له خپلو تعليمي پروګرامونو څخه خارج او خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په کوټه کې د کور په کور تالاشۍ او عمليات
په کوټه ښار کې د کډوالو د ستنېدو عمليات شدت موندلی دی. پوليس او ايف سي ګډې ډلې کور په کور تالاشۍ ترسره کوي. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په مياشت کې د مشرقی بای پاس، سیټلايټ ټاؤن، نواکلي او پښتونآباد په سيمو کې پراخ عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې ۳۸۸۸ تنه افغانان ونيول شول او د ستنېدو بهير ته شامل شول.
د بشري حقونو ځينو سازمانونو د دې عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو د نيول کېدو له امله نيوکې کړې، خو چارواکو ډاډ ورکړی چې ټول اقدامات د قانون د چوکاټ دننه ترسره کېږي.
په ټولو کيمپونو او تعليمي ادارو کې د راجسترېشن ځانګړي مرکزونه جوړ شوي، څو د کډوالو پېژندنه، د اسنادو تصديق او د سفر چارې په شفاف ډول سرته ورسېږي.
د يو حکومتي چارواکي په وينا:
“زموږ هدف د چا سپکول نه دي، بلکې د قانون حاکميت تأمينول او د برازت ستنېدو بهير په عزت سره عملي کول دي.”
د چمن پوله: د منظم ستنېدو مرکز
په چمن پوله د افغانانو ستنېدل اوس يو منظم بهير ګرځېدلی دی. هره ورځ زرګونه افغانان د بسونو، لاريو او ځانګړو وسايلو له لارې پوله ته انتقالېږي.
د کوټې نه بېرته تلونکو افغانانو شمېر په بېساري ډول زيات شوی دی. د ۲۰۲۵ د اکتوبر تر پايه شاوخوا ۴۰ زره افغانان بېرته تللي، چې ډېری یې د مشرقی بای پاس د افغان کلي اوسېدونکي وو، کوم ځای چې دوی له ۳۵ تر ۴۰ کلونو راهيسې مېشت وو.
د ايف سي او بلوچستان ليويز اهلکار په چمن کې کډوالو ته د سفر وسايل، اوبه، خوراک او طبي مرسته برابروي. د نومبر په لومړۍ نېټه يوازې يوې ورځې کې ۱۰ زره او ۷۰۰ کسان له چمنه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
يو بېرته تلونکي افغان کډوال وويل:
“پاکستان موږ ته کلونه پناه راکړه. اوس چې بېرته ځو، حکومت موږ ته عزت راکوي. په بسونو کې کينو، سامان مو راسره دی، نه زور دی، نه بدسلوکي.”
د حکومت لارښوونې: عزت او قانون يو ځای
حکومت څرګنده کړې چې د نيولو او انتقال پر مهال هېڅ ډول بدسلوکي نهشي زغمل کېدای. د ښځو او ماشومانو لپاره جلا استوګنځايونه جوړ شوي، د نارينهوو لپاره بېل انتظامات دي، او هرې کورنۍ ته اجازه ورکړل شوې چې خپل سامان له ځانه سره يوسي.
په هولډنګ سنټرونو کې د استوګنې ځای، خواړه، اوبه او طبي خدمتونه وړيا ورکول کېږي.
د فدرالي داخله وزارت د لارښوونو له مخې:
“برازت ستنېدل د ملي پاليسۍ برخه ده، او دا به د بشپړ درناوي او قانوني اصولو سره عملي کېږي.”
د سرحدي چارو کنټرول هم پياوړی شوی، او د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ منظم همغږي رامنځته شوې ده. د همدې همکارۍ له امله هره ورځ زرګونه کسان پرته له ځنډه افغانستان ته لېږدول کېږي.
د امن، قانون او درناوي تر منځ توازن
د افغان کډوالو دا برازت ستنېدنه د بلوچستان د امنيت، د قانون د حاکميت او د انساني درناوي تر منځ يو متوازن مثال وړاندې کوي. دا اقدام نه يوازې د ناقانونه مېشتېدو مخه نيسي، بلکې کډوالو ته د برازت، خوندي او منظم ستنېدو موقع هم برابروي يو مثبت ګام چې د سيمې د ثبات او امن پر لور يو بل پرمختګ ګڼل کېږي.



