د مخدره توکو کښت او قاچاق د نړۍ په کچه لویه ستونزه ده چې حل کول یې نړیوالو همکاریو ته ضرورت لري. خو دا هم ډېره مهمه ده چې د دې موضوع په اړه معلومات رښتیني او متوازن وي. په دې وروستیو کې په “دی ټیلیګراف” اخبار کې یوه لیکنه خپره شوې چې ادعا کوي په پاکستان کې په زیاته کچه د اپینو کښت کیږي. داسې ښکاري چې دا لیکنه د خبرتیا له معیارونو څخه لرې ده. په دې لیکنه کې شوې ادعاوې پیاوړې شواهد نه لري او د مخدره توکو په وړاندې د پاکستان د ثابتې مبارزې ریکارډ ته پام نه کوي.
دا لیکنه د څېړنې د طریقې او د معلوماتو د سرچینو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي. د دې ډول ادعاوو لپاره پوره تحقیق، د باوري معلوماتو راټولول او له اړوندو چارواکو سره مشوره کول ضروري دي. خو لیکوال نه وايي چې ایا معلومات یې په خپله تایید کړي او که نه، او ایا هغه د وضعیت د ارزونې لپاره سیمې ته تللی او کنه. همدا راز ایا د سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره یې مشوره کړې ترڅو یو جامع انځور وړاندې کړي؟
د دې پوښتنو له روښانه ځوابونو پرته داسې ښکاري چې دا لیکنه له حقیقت څخه لرې او یوازې یوه پیشنګويي ده.
پاکستان تل د خپلو پولو دننه او د نړیوالو تړونونو سره سم د مخدره توکو سره د مبارزې ژمنه ښودلې ده. په ۲۰۲۵ کال کې دې هېواد په شمالي بلوچستان کې په ۳۶۲۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو فصل په بریالیتوب سره له منځه یووړ. د دې فصل ارزښت نږدې ۱۳ میلینه ډالر پیشنګويي شوی. چې دا د نشه یي توکو څخه د خپلې ټولنې د پاک ساتلو په برخه کې د پاکستان ژمنتیا ښيي.
دا ډول اقدامات یوازې یو څو پېښې نه دي، بلکې د مخدره توکو ضد یوې زياتي ستراتیژۍ برخه ده. پاکستان په منظمه توګه د هغو نيټ ورک د له منځه وړلو لپاره اپریشن کوي چې د نشه یي توکو په کښت او قاچاق کې ښکیل دي. دا اپریشن د نړیوالو شریکانو په همکارۍ او د شفافیت او حساب ورکولو له اصولو سره سم ترسره کیږي.
په حساسو موضوعاتو لکه د نشه یي توکو کښت په اړه رښتینی او متوازن راپور ورکول ډېر ضروري دي. رسنۍ مسوولیت لري چې خپلې ادعاوې تایید کړي او یو متوازن نظر وړاندې کړي. د “دی ټیلیګراف” په څیر لیکنې د هغو هېوادونو لکه پاکستان د هڅو مخه نیولی شي چې په فعاله توګه د دې نړیوالې ستونزې د حل لپاره کار کوي.
د بې بنسټه کیسو د خپرولو پر ځای نړیوالې رسنۍ باید له سیمه ایزو چارواکو، نړیوالو سازمانونو او خپلواکو متخصصینو سره اړیکه ونیسي ترڅو د دوی راپورونه د داسې ستونزو ریښتینی انځور وړاندې کړي. د نړۍ په کچه د نشه یي توکو د سوداګرۍ حل د همکارۍ او د حقیقت د دقیق استازیتوب غوښتنه کوي. خو د بې بنسټه بیانونو ورکول کولی شي دا هڅې زیانمنې کړي. د هر چا لپاره چې د دې ناوړه نجاست د مخنیوي هڅه کوي. څېړنه او اړیکه د پیل لپاره سمه لاره ده.