به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د دې افسوسناک پېښې نه وروسته سي سي پي او پېښور ډاکټر میا سعید احمد د پېښې ځای ته ورغی او د پېښې د ژر تر ژره شفافې څېړنې امر یې وکړو.

​په دې موقع د هغه سره ایس ایس پی مسعود احمد، د تحقیق چارواکي او نور پولیس افسران هم موجود وو.

 سي سي پي او ډاکټر میا سعید احمد د پېښې په ځای کې د تحقیق ټیم لخوا راټول شوي شواهد په غور سره وکتل او د پېښې ځای یې په تفصیل سره وڅېړه.

​هغه پولیس افسرانو ته لارښوونه وکړه چې د دې پېښې ټول اړخونه وڅېړي او مسوول کسان ژر تر ژره ونیسي او د قانون مطابق ورته سخته سزا ورکړي. هغه ډاډ ورکړ چې پولیس به د دې ډول بزدلانه بریدونو څخه نه وېرېږي او د خلکو د ژوند او مال ساتنې لپاره به خپل خدمات  جاري وساتي.

​په یاد ولرئ چې په خیبر پښتونخوا کې د امن او امان د ټینګښت لپاره هڅې کوونکي پولیس ځواک ته د ترهګرۍ خلاف درانه زیانونه رسیدلي دي. د یوې تازه خپرې شوې راپور له مخې سږ کال ۸۰ پولیس اهلکار شهیدان او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

نور ولولئ