د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان اپر سروکۍ سیمه کې امنیتي ځواکونو یو مهم اپریشن ترسره کړو. په دې اپریشن کې لږ تر لږه ۷ ترهګر وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي. دا اپریشن په یوه کمپاوڼډ کې شوي چې شاوخوا ۴۵ کسان پکې موجود وو.
په اسلام آباد کې د خراسان ډایري خبري ادارې ته چارواکو ویلي چې په وژل شوو کې څو مهم ترهګر شامل دي. په دوی کې د یوې افغاني کواډ کاپټر ماهر نور محمد، د بمونو (IED) ماهر حمیدالله عرف ګید (ګوډ) او د تحریک طالبان پاکستان یو مهم غړی عمر هم شامل دي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې فعال وو. د خراسان ډایري په وینا چارواکو تایید کړې چې په وژل شوو کسانو کې افغان قوماندانان هم شامل وو چې په وزیرستان کې یې ورانوونکي فعالیتونه ترسره کول.
سیمه ایزو خلکو ویلي چې امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو او سختې بمبارۍ سره اپریشن پیل کړل او بیا یې ځمکني عملیات وکړل. دا اپریشن ښیي چې افغان ترهګر او د هغوی مرسته کوونکي د وزیرستان د سولې دښمنان دي او غواړي په هیواد کې ترهګري خپره کړي. د نورو مړو پېژندنه هم روانه ده.
دا اپریشن د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ خلاف یوه لویه بریا بلل کېږي.