به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د سېلابونو د پیشنګويي څانګې له لوري په پنجاب او سیند صوبو کې د سختو سېلابونو خبرداری ورکړل شوی دی. په ډېرو لویو سیندونو کې د اوبو سطحه ډیره لوړه شوې ده.

چارواکي په لوړه کچه تیارسي کې دي او وایي چې د وضعیت ښه والي نښې نه تر سترګو کېږي.

د راوي سیند په بالوکي کې د اوبو کچه ډېره لوړه شوې ده(۱۳۹،۰۳۰ کیوسک) او په سدهنای کې هم لوړ سېلاب دی (۱۲۰،۵۹۷ کیوسکه).
لاهور ته نږدې شاهدره کې د اوبو کچه متوسطه ده (۹۰،۴۱۱ کیوسکه). د قصور په ګنډا سنګ والا کې حالت ډېر خراب دی. هلته د اوبو کچه ۳۱۹،۲۹۵ کیوسک ده.

​ستلج سیند: د ستلج سیند په سلیمانکي کې هم د اوبو کچه ډېره لوړه ده (۱۳۵،۸۳۲ کیوسک).

​چناب سیند: د چناب سیند ډېره زیاته اوبه له ځان سره وړي. په ترمو بېراج کې خطرناکه کچه ۵۴۳،۵۷۹ کیوسک ثبت شوې. په پنچنډ کې هم د اوبو کچه ډېره لوړه ده (۶۰۹،۶۶۹ کیوسک).

​اټک سیند: په اټک سیند کې د ګدو بېراج په سیمه کې د اوبو کچه متوسطه ده (۴۰۱،۳۵۲ کیوسک). په سکهر کې چې د سېلاب لپاره یوه مهمه سیمه ده. د اوبو کچه ټیټه ده (۳۳۸،۰۵۰ کیوسک). خو د دې نه جنوب ته په کوټري کې هم فشار زیات دی (۲۴۳،۷۴۳ کیوسک).

​د سېلابونو د پیشنګويي څانګې چارواکو ویلي چې د اوبو د بې درېغه بهېدو له امله د سیند غاړې او حفاظتي بندونه تر فشار لاندې دي. سیمه ییزو چارواکو ته لارښوونه شوې چې په مکمله توګه تیارسي کې پاتې شي او د اوبو لوړې کچې ته چمتو اوسي.

نور ولولئ