به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې د بلوڅستان په ژوب ضلعي کښې د امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (چې حکومت یې فتنۀ الخوارج بولي) تر منځ نښته شوې. امنیتي ځواکونو ۳۳ هغه وسله‌وال وژلي چې له پولې اوښتل.

آيي ایس پي آر ویلي چي د ۲۰۲۵ کال د اګست د ۷مې او ۸مې نېټې په شپه د فتنۀ الخوارج اړوند یوه لویه ډله وسله‌والو هڅه کوله چې د پاکستان او افغانستان له پولې واوړي. دغه کسان د بلوچستان صوبه د ژوب ضلعي د سمبازې په سیمه کښې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شول.

زمونږ سرتېرو له هغوی سره ډېره مؤثره مقابله وکړه او د پولې اوښتو مخه یې ونیوله. د دقیق، زړور او ماهرانه اقدام په پایله کښې ۳۳ هندي ترهګر ووژل شول او د دوزخ په اور کښې وغورځول شول. له دوی څخه ډېره اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ونیول شول.

سیمه د پاتې وسله‌والو د موندلو او وژلو لپاره پاکه کېږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې د هېواد د پولو دفاع وکړي او له هېواده د هند تر ملاتړ لاندې ترهګري له منځه یوسي.

نور ولولئ