په خیبر کښې د تورخم پر پوله د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ روانې دي. د امیګرېشن د معلوماتو له مخې تېره ورځ ۵۰۵ افغان پي او ار (POR) کارډونه لرونکي وګړي په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي. همدا راز ۵۸ هغه افغان وګړي هم بېرته خپل هېواد ته تللي دي چې افغان سټیزن کارډ (ACC) یې لرلو.
د امیګرېشن سرچینو ویلي چې پر تېره ورځ ۶۴۳ هغه افغان وګړي هم له سفري اسنادو پرته له پاکستان څخه ویستل شوي دي.
د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې ټول ۹۲۴ پي او ار کارډونه لرونکي افغان وګړي افغانستان ته تللي دي. په مجموعي ډول تر اوسه ۴۳،۹۴۴ هغه افغان وګړي چې د افغان سټیزن کارډونه یې لرل، خپل هېواد ته بیرته واپس ليږل شوي دي.