د پنجاب د سي ټي ډي (CTD) چارواکو د میانوالي کُنڈیان په سیمه کښې په یو اپریشن کښې دوه خطرناک ترهګر وژلي دي. CTD ته استخباراتي معلومات رسېدلي وو چې ترهګرو په پولیسو او نورو دولتي ادارو د بریدونو پلان جوړ کړی و.
د CTD ویاند وایي چې کله قانون پلي کوونکي ځواکونه سیمې ته ورسېدل نو ترهګرو پرې ډزې وکړې.
په ځوابي ډزو کښې دوه ترهګر ووژل شول. ویاند وايي چې دا ترهګر د خپلو ملګرو په ډزو کښې وژل شوي دي. شپږ نور ترهګر په تېښته کښې کامياب شوي دي.
سي ټي ډي له وژل شویو ترهګرو څخه چاودېدونکي مواد، دوه رایفلونه، لاسي بمونه او مهمات هم ترلاسه کړي دي. د وژل شویو ترهګرو پېژندنه روانه ده او د تښتېدلیو ترهګرو د نیولو لپاره اپریشن شروع شوي دي.



