به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

په بکاخیل تختي خیل کښې د ایف سي په یوه چیک پوسټ د کواډ کاپټر ډرون حمله شوې ده. په دې حمله کښې د ایف سي مینه خان نومې عسکر شهید او ۳ نور زخمیان شوي دي.

شهید او زخمي عسکر روغتون ته وړل شوي دي. له پېښې وروسته ایف سي او پولیسو په سیمه کښې پلټنې او اپریشن شروع کړي دي. د هوید په سیمه کښې د پټو ترهګرو عناصرو پر ضد د سیکورټي فورسز او بنو پولیسو ګډ اپریشن په بریالیتوب سره روان دي.

دا عملیات د پټو معلوماتو او استخباراتي رپورټونو له مخې شروع شوي دي. چې مقصد یې د سیمې له ترهګرۍ پاکول او دایمي امن راوستل دي. د بنو ریجن د ډی آی جي سجاد خان په لارښوونه او د ډي پي او بنو سلیم عباس کلاچي تر مستقیم څار لاندې اپریشن روان دي، چې پولیس او سیکورټي فورسز پکې په مکمله توګه برخه لري.

د عملیاتو په ترڅ کښې، سیکورټي فورسز او پولیسو ټوله سیمه کلابنده کړې او کور په کور تلاشي روانه ده. د هر ډول شکمن فعالیت یا مقاومت په صورت کښې به فوري او موثره کارروایي کیږي. ترڅو ترهګرو ته د تېښتې یا پټېدو چانس ورنکړل شي.
د خلکو د خوندیتوب په خاطر په سیمه کښې کرفیو لګول شوې او له خلکو غوښتنه کیږي چې له سیکورټي ادارو سره پوره همکاري وکړي او په کورونو کښې پاتې شي. که څه شکمن کس یا فعالیت وویني، فوري دې چارواکو ته خبر ورکړي. چارواکو خبرداری ورکړی چې ترهګرو ته هر قسم اسانتیا یا مرسته رسول سخت جرم دی او د داسې کسانو پر ضد به سخته قانوني کارروایي کیږي.
د بنو پولیس او سیکورټي فورسز په سیمه کښې د دائمی امن د راوستلو او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ژمن دي.

نور ولولئ