به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د بریکس هېوادونو ډلې اعلان کړی چې د غزې تړانګه د اشغال شوې فلسطیني خاورې یوه نه جلا کېدونکې برخه ده او غوښتنه یې کړې چې لوېدیځه تړانګه او غزه باید د فلسطیني ادارې تر واک لاندې بیا سره یوځای شي.

د انادولو ایجنسۍ د راپور له مخې دې اعلامیې په کلکه د فلسطیني خلکو د ځان پرېکړې حق، د خپلواک فلسطین دولت د حق په ګډون بیا تکرار کړی دی.

د بریکس په بیان کښې د اسراییل پر روانو بریدونو او بشري مرستو ته پر خنډونو ژوره اندېښنه څرګنده شوې او په ښکاره یې د جګړې د یوې طریقې په توګه د لوږې کارول غندلي دي. دې ډلې له ټولو خواوو غوښتي چې د فوري، دایمي او بې قید او شرط اوربند لپاره په رښتینو خبرو اترو کښې ښکېل شي.

دوی د غزې تړانګې او نورو ټولو اشغال شویو فلسطیني سیمو څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه هم کړې ده. د نړیوال قانون خلاف د ټولو نیول شویو او بندیانو خوشې کول او همدارنګه د بشري مرستو دوامداره او بې خنډه لاسرسی او رسول هم غوښتل شوي دي.

سربېره پر دې چي بریکس په ملګرو ملتونو کښې د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ څرګند کړی او د دوه دولتونو حل لارې ته یې خپله نه متزلزله ژمنتیا بیا تکرار کړې ده.

Author

نور ولولئ