د امریکا یو چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښې له پاکستان سره ‘ګډه ګټه’ لري، لکه څنګه چې د داعش خراسان ترهګر شریف الله نیول او امریکا ته سپارل وښودل.
د پنجشنبې په ورځ په یوه معمول خبري غونډه کښې، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې شریف الله په پاکستان کښې ونیول شو او اوس د ابی ګېټ په بمبارۍ کښې د لاس لرلو په تور امریکا ته د قانوني مرحلی لپاره سپارل شوی، چې په کښې ۱۳ امریکایي سرتیري وژل شوي وو.
بروس د شریف الله د قانون منګولو ته په راوستلو کښې د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه.
هغې وویل: “مونږ د محمد شریف الله د عدالت منګولو ته په راوستلو کښې د پاکستان حکومت څخه مننه کوو.”
هغې بیا زیاته کړه چې پاکستان او امریکا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښې ګډه ګټه لري او دغه نیول د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهمې همکارۍ نښه ده.
هغې وویل: “د پاکستان او زمونږ د اړیکو په اړه، مونږ په ښکاره ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښې ګډه ګټه لرو، او د دې ترهګر نیول هم دا ښیي چې د ترهګرۍ ضد په برخه کښې د امریکا او پاکستان همکاري ډیره مهمه ده.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د داعش خراسان ترهګر شریف الله، چې د کابل هوایي ډګر په بمبارۍ کښې یې لاس لرلو، چې ۱۳ امریکایي پوځیان او ۱۷۰ افغانان پکې وژل شوي وو. په پاکستان کښې نیول شوی دی او د سپارلو په مرحلی کښې دی.
یوه ورځ وروسته، د ایف بي آی مشر کاش پټیل د شریف الله یو عکس خپور کړ چې په لاسونو کښې یې زولنې وې او امریکا ته راوړل کیده. هغه د مشرقی ویرجینیا محکمې ته وړاندې شو، چیرې چې هغه د ترهګرۍ په عمل کښې د پلان جوړولو او مرستې په تور تورن دی.
راپورونه وايي چې شریف الله د بمبار کوونکي لخوا اخیستل شوې لارې پلټلې وه. هغه په ۲۰۲۴ کال کښې د مسکو کروکوس ښار تالار په برید کښې هم ښکیل و.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د پاکستان د همکارۍ له امله د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته د مننې لپاره په ټیلی فون وکړی.