به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

​د کراچۍ یوې مدرسې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مشر نور ولي محسود سره خپله اړیکه پرې کړې ده او په ۱۹۹۹ کال کې یې هغه ته د فراغت ورکړل شوې سند هم بېرته اخیستی دی.

​د جون په ۲۵مه د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې جامع عربي احسن العلوم یو بیان خپور کړو او ویې ویل چې نور ولي ترابي د حاجي ګل شاه خان زوی په دې مدرسه کې زده کړې کړې وې او په ۱۹۹۹ کال کې یې د دوره حدیث له مکملولو وروسته سند ترلاسه کړی و.

​خو مدرسې ویلي چې دوی د یوه تعلیمي ادارې په توګه د پاکستان قوانینو ته ژمن دي او په کلکه د هر ډول غیر تعلیمي فعالیتونو مخه نیسي.

یوی دیني مدرسې وویل چې د نور ولي د حکومت خلاف کارونو د ثبوتونو په لیدو دوی له هغه ځان لرې کړی او دیني سند یې ترې اخیستی دی.

​په همدې ورځ د کراچۍ بله دیني مدرسه جامعه دارالعلوم یاسین القرآن وویل چې نور ولي له دوی سره هیڅ تړاو نه لري او که څه سند ورته ورکړل شوی وي نو هغه هم بې اعتباره دی.

​د ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسې پاکستاني چارواکو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) لپاره فتنه الخوارج نوم استعمال کړي دی. د کورنیو چارو وزارت په خپل یو اعلان کې ویلي وو چې دا ډله د اسلام له نامه څخه د خپلو غیر قانوني او وسله والو فعالیتونو لپاره کار اخلي.

نور ولولئ