امریکا د پاکستان د سېلاب ځپلو خلکو لپاره د بشري مرستو په لړ کې امدادي سامان لېږلی. د امریکا مرکزي قومانداني (Central Command) به ټولې شپږ الوتکې پاکستان ته راولېږي. چې په دغو الوتکو کې خراب حالاتو خېمې، د اوبو پمپونه او جنریټرونه شامل دي.
آی ایس پي آر ویلي چې وړمه ورځ (خالي) لومړۍ الوتکه راورسېده. په دغه الوتکه کې د مرستو سامان، د امریکا سفیر او د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان هم شامل و او دغه سامان یې په رسمي توګه پاکستاني پوځ ته وسپاره.
د آی ایس پي آر په وینا دغه سامان به د پوځ سېلاب ځپلو خلکو د مرستو مرکزونو ته ولېږدول شي او بیا به د سېلاب ځپلو خلکو ترمنځ ووېشل شي.
د پاکستان حکومت او ولس په دې سخت وخت کې د سېلاب ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره د امریکا د حکومت او پوځ مننه کوي.



