| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:44

د امريکا په سياست کې د سه شنبې ورځ د ډيموکراټ ګوند لپاره د برياوو ورځ وه. په همدې ورځ ۳۴ کلن ډيموکراټ سوشلېسټ زوهْران مامداني د نيويارک ښار د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې او د هېواد تر ټولو لوی ښار لومړی مسلمان ښاروال شو.

مامداني، چې د يوې پراخې او فعاله ټاکنيزې کمپاين وروسته يې دا بريا خپله کړه، ۱,۰۳۵,۶۴۵ رايې (۵۰.۴ سلنه) ترلاسه کړې. ده خپل مخالف پخوانی والي اندرو کومو، چې د خپلواک نوماند په توګه ولاړ و، په څرګنده ماته کړ. کومو ته ۸۵۴,۷۸۳ رايې (۴۱.۶ سلنه) ورکړل شوې، او د ريپبلېکن ګوند نوماند کرټس سليوا يوازې ۱۴۶,۱۲۷ رايې (۷.۱ سلنه) ترلاسه کړې.

زوهْران مامداني، چې په يوګاندا کې زېږېدلی او د اوو کلنۍ په عمر امريکا ته راغلی، خپله بريا د “هېله ژوندۍ ده” تر شعار لاندې وستايله. ده وويل:

“دا بريا د نيويارک د خلکو ده، هغو خلکو چې ناممکن يې ممکن کړ. له دې وروسته به سياست پر خلکو نه تپل کېږي، بلکې خلک به خپله سياست کوي.

مامداني د خپل وينا پر مهال د جواهر لعل نهرو يو قول هم راياده کړ او ويې ويل، نيويارک به نور داسې ځای نه وي چې څوک د اسلام‌و‌ويرې (اسلاموفوبيا) له لارې ټاکنې وګټي. ده زياته کړه چې دا ښار به “په سياسي تياره کې د رڼا څرک” وي.
هغه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته هم پيغام ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د “فساد کلتور” به پای ته ورسوي، هغه کلتور چې د ده په وينا، د ټرمپ په څېر شتمنو ته د مالياتو له ورکړې د تېښتې زمينه برابره کړې.
غزاله هاشمي د ورجينيا مرستياله والي وټاکل شوه

په ورجينيا ايالت کې هم ډيموکراټ ګوند مهمه بريا خپله کړه. غزاله هاشمي د مرستيال والي (ليفټيننټ ګورنر) ټاکنې وګټلې او د امريکا په تاريخ کې لومړۍ مسلمانه ښځه شوه چې د ايالتي کچې چوکۍ ته رسېږي.

هاشمي ته ۷۴۷,۷۷۳ رايې (۵۳.۸ سلنه) ورکړل شوې، پداسې حال کې چې د هغې ريپبلېکن سيال جان ريډ ته ۶۵۹,۴۲۱ رايې (۴۶.۴ سلنه) ورکړل شوې.
غزاله هاشمي، چې په حيدرآباد، هند کې زېږېدلې، دا بريا د جنوبي آسيايي او مسلمانو ټولنو لپاره يو مهم ګام وبللو.
هغې له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د ورجينيا د سنا (دولت شورا) لومړۍ مسلمانه ښځينه غړې هم ټاکل شوې وه.

نورې د ډيموکراټ ګوند برياوې

په ورجينيا کې ډيموکراټه ابيګېل سپينبرګر د والي په توګه وټاکل شوه او د دې ايالت لومړۍ ښځينه والي شوه.
په نيوجرسي کې هم ډيموکراټه مېکي شېرل د والي ټاکنې وګټلې.

شنونکي وايي، دا برياوې د ډيموکراټ ګوند لپاره د ۲۰۲۴ کال له ماتې وروسته يو نوې هيله بښونکی ګام دی.
پخواني ولسمشر بارک اوباما دې نوماندانو ته مبارکي ووييله او ويې ويل:

“کله چې موږ د پياوړو او لرليد لرونکو مشرانو تر شا ودرېږو، بريا زموږ ده. راتلونکی اوس لږ روښانه ښکاري.”
د ټرمپ غبرګون

د دغو ټاکنيزو پايلو په اړه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نامعلومو نظرپوښتنو حواله ورکړه او د ماتې علت يې د “حکومتي بنديز (شټ ډاون)” او د ده د نوم نه‌موجوديت په نومليکنه (بېلټ) کې وباله.

نور ولولئ