د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ په ډېره اسماعيل خان کې د رسنيو سره په خبرو کې په خيبر پښتونخوا کې د خراب امنيت په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې.
هغه وويل چې په صوبه کې د ښه حکومتدارۍ بحران نشته بلکې دلته د حکومت وجود بې معنی شوی او خلک پر خپلو حالاتو پرېښودل شوي دي.
مولانا فضل الرحمان زياته کړه چې مونږ خپل ولس يوازې نه شو پرېښودلی. هغه د امن دپاره د رياست سره بې شرته مرستې او يو د زغم وړ نه بار پورته کولو دعوه وکړه.
هغه وويل چې د باجوړ څخه نيولې تر جنوبي وزيرستان پورې په لکونو خلکو خپل کورونه او کاروبارونه پرېښودل او د کډوالۍ سختۍ يې وزغملي.
مولانا فضل الرحمان په خواشينۍ سره وويل چې د ولس د بې سارې قربانيو سره سره هم امن ټينګ نه شو او رياست په دې کې پاتې راغلی چې د خلکو د مال، ځان او عزت ساتنه وکړي.
هغه وويل چې رياست د خلکو د ساتنې او امن دپاره پوره وس لري.
هغه وويل چې مونږ نه د پوځ دښمنان يو او نه هم د رياستي ادارو خلاف مزاحمت کوو.
هغه زياته کړه چې مونږ يوازې د هغوی په سياسي کردار او هغو پاليسو نيوکې کوو چې د يوه سياستوال او د دې ملک د يو اوسېدونکي په حيث پر مونږ نېغ په نېغه اثر کوي.
هغه دا حالت د ملک او پوځ په ګډون د ټولو دپاره تباه کوونکی وباله. په پای کې هغه وويل چې د سياستوالو او پوځ بقا شريکه ده او مونږ ټول يو بل ته اړين يو.