د بلوچستان د کیچ ضلعي په مند سیمه کې نامعلومو وسله والو ترهګرو ډزې کړي. د ډزو له امله د فرنټیر کور (اېف سي) دوه سرتیري په شهادت رسیدلي دي.
د دولتي سرچینو په وینا دا پېښه د جمعې په سهار د مند په کوه پشت ګیاب نومې سیمه کې شوې ده. راپورونه وایي چې د اېف سي سرتیري جمیل احمد او عزیز الله په ګښت مشغول وو. چې پرې په کمین کې ناستو وسله والو ترهګرو ډزې وکړې. د ډزو په پایله کې دواړه سرتیري په ځای شهیدان شول. برید کوونکي د سرتیرو وسلې هم له ځان سره وړي دي.
د ځایي سرچینو په وینا د پېښې وروسته امنیتي ځواکونه په لویه شمېره کې سیمې ته رسېدلي دي او د برید کوونکو د نیولو لپاره یې پلټنې شروع کړي دي. خو تر دې دمه د چا د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.