به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د توچي نالې سره نږدی د ګېس پایپ لاین جوړولو څلور مزدوران نا معلومه وسله والو تښتولي دي. په تښتول شویو کسانو کې رحیم ولد تور، مقیم ولد نصیر شاه، یونس ولد سیف الرحمن او یو ټریکټر ډرایور شامل دي. تر دې مهاله د دغې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او نه یې هم څه مطالبات مخې ته راغلي دي.

​بل خوا په لکي مروت کې د میانوالي پر سړک د یو شخصي پټرولو پمپ چوکیدار حیات الله نا معلومو وسله والو په ډزو وژلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې چوکیدار د وسله والو سره لږ وخت مقاومت هم کړی دی.

 د یادونې وړ ده چې د وژل شوي حیات الله یو زوی، رفیع الله، په پولیسو کې کانسټېبل دی. شاوخوا څلور یا پنځه میاشتې وړاندې ترهګرو د دغه پولیس اهلکار کور هم سوځولی و.

نور ولولئ