به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خیبر ضلعې د برقمبرخېلو قبیلې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې خبرې اترې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. د دې خبرو اترو موخه په سیمه کښې د امنیت ټینګول وو. د خبرو دویم او وروستی پړاو د تیرا په برباغ سیمه کښې وشو.

دې جرګې مشري قومي مشر حاجي ظاهر شاه افریدي کوله. په جرګه کښې د قبیلې مشران، د طالبانو استازي، علماء، زدکړیالان او عام خلک شامل وو. دا خبرې اترې د جولای په ۲۸مه پیل شوې وې، کله چې قبیلې طالبانو ته پنځه مهمې غوښتنې وړاندې کړې وې.

طالبانو د خپلو مشرانو سره له مشورې وروسته دا غوښتنې ومنلې.

 په دې غوښتنو کښې د نکات شامل دي ده اوسېدو په ځایونو ډزې نه کول، د عامو خلکو څخه په زور پیسې (زکات، عشر، چندې یا باج) نه اخیستل، او په شخصي، کورنۍ یا سیمه ایزو شخړو کښې لاس وهنه نه کول به نه کیږي.

په دې تړون کښې دا هم ویل شوي چې که څوک د قبیلې بدناموي. نو د هغوی خلاف به د قومي شورا په مرسته سخت اقدام کېږي. قومي شورا به د هغو خلکو نوملړ هم جوړوي چې زیانمن شوي دي، او که څوک بې ګناه ثابت شي. نو ورسره به د شریعت مطابق انصاف کېږي.

 حاجي ظاهر شاه افریدي دا تړون د قوم یوه لویه بریا وبلله او هیله یې وښوده چې دا به په سیمه کښې د دائمی سولې لامل شي.

نور ولولئ