به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

په خیبر پښتونخوا کښې د ټانک په یو ګڼ بازار کښې د پولیسو په یو ګاډي د لاسي بم برید شوی چې له امله یې ۴ پولیس ټپی شوي دي .پولیس وایي دا پیښه د ښار په چرګانو چوک کښې شوې ده.

د پولیسو سرچینو ویلي چې ناپیژاندو کسانو په پولیسو باندې لاسي بم وغورځاوه، چې په یو زورور آواز سره وچاودېد. د چاودنې وروسته د پولیسو ګاډي کنټرول له لاسه ورکړ او له یوې برېښنايي پایې سره ولګېد. په دې پیښه کښې ټول ټپي شوي پولیس سمدستي د ټانک ډی ایچ کیو روغتون ته لیږدول شوي دی چیرته چې د دوی درملنه روانه ده.

د پیښې نه وروسته حمله کونکي په تیښته کښې کامیاب شوي دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د حمله کونکو لټون یې پیل کړی دی او پلټنې روانې دي. دا برید په داسې وخت کښې شوی چې د ټانک په بازار کښې د خلکو یوه ډیره لویه شمیره موجود وه.

نور ولولئ