به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعې باجوړ کښې د طالبانو سره د خبرو څلورمه دوره نن ترسره کېږي. د باجوړ قامي جرګې د دغې ستونزې د دائمی حل لپاره د خبرو لړۍ جاري ساتلو هوکړه کړې ده. د سرچینو په وینا په دې خبرو کښې به د سولې پر راوستلو او په سیمه کښې دایمي ثبات راوړلو باندې بحث وشي.

له بلې خوا د باجوړ په تحصیل سلارزئی کښې د ډېره کۍ په سیمه کښې پر یوه پولیس چیک پوسټ  د برید راپور ورکړل شوی دي. په دې برید کښې چیک پوسټ په پورا توګه ویجاړه شوې دی.

ځایي سرچینو ویلي چې د برید پر مهال په چیک پوسټ کښې هیڅ پولیس نه و موجود، او دا چیک پوسټ له تېرو اوو میاشتو راهیسې تش پاتې وو. د بریدګرو پېژندنه او د برید لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

نور ولولئ