آیی ایس پی آر (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي دی چی امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ په بنوں کنټونمنټ برید کوونکي ټول ۱۶ ترهګر وژلي دي.
آیی ایس پی آر زیاته کړه چې وژل شویو ترهګرو کښې ۴ ځانمرګي بریدګر وو. خو د ترهګرو سره په جګړه کې 5 سرتیري هم شهیدان شول.
آیی ایس پی آر وویل: “بریدګرو کوشش وکړو چې د کنټونمنټ امنیت مات کړي، خو د پاکستان د امنیتي ځواکونو د چټک او کلک ځواب له امله د دوی ناوړه پلانونه په چټکۍ سره ناکام کړل شول.” اعلامیه زیاتوي چې بریدګرو په “نا امیدۍ” سره د چاودیدونکي څیژونو ډک موټر د کنټونمنټ په دیوال ورښکته کړل.
اعلامیه کښې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو د “نه ستړي کیدونکي زړورتیا او مسلکي غوره والي” سره برید ته ځواب ورکړ.
د چاودنو له امله د بنوں کنټونمنټ احاطه دیوال او ورته نږدې ودانۍ سختې زیانمنې شوې. یو جومات او یوه استوګنی ځای ته د زیان رسیدو له امله ۱۳ ملکي وګړي مړه او ۳۲ نور ټپیان شول.
خو آیی ایس پی آر زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امنیتي ځواکونو ارادی کلکی دی. اعلامیه زیاتوي: “زمونږ د زړورو پوځیانو او بې ګناه ملکي وګړو قربانۍ زمونږ کلکی ارادی نوری هم پیاوړی کوي چې په هر قیمت زمونږ د ملت ساتنه وکړو.”
آیی ایس پی آر دا هم وویل چې په برید کښې د افغان ترهګرو د لاس لرلو شواهد موجود دي.
آیی ایس پی آر وویل: “استخباراتي راپورونو په واضح ډول په دې خراب عمل کښې د افغان اوسیدونکی جسمي لاس لرل تایید کړي، او دا شواهد هم شتون لري چې دا برید د هغو خارجیانو د کړیو مشرانو لخوا پلان شوی او لارښوونه شوې چې له افغانستان څخه فعالیت کوي.”
اعلامیه کښې ویل شوي چې د افغانستان عارضی حکومت باید د خپلې خاورې استعمالول منع کړي او که مخ نیوی و نه کړی نو بیا پاکستان هم “د عمل کولو حق لري”.