د کرک ځايي پوليسو او د خټک اتحاديي نومې ډلې د ګډو هڅو په نتيجه کې د کرک ضلعې د سايکوټ کلي يو اوسېدونکی او د کالعدم تنظيم غړی، چې د “ساحل” په نوم مشهور وو، په خپلو کړنو يې پښېمانه ښودلی او اعلان يې وکړو چې اوس به د عام اولس سره يوځای ژوند کوي. ساحل نومي ځوان وويل چې کله يې د کالعدم سازمان د دولت ضد فعاليتونو ادراک وکړو، نو خپله تېروتنه يې احساس کړه او د خټک اتحاد د هڅو په مرسته يې ځان د کرک پوليسو او د پاکستان رياست ته وسپاره.
ساحل ځوان وويل چې په اول ده او نورو ځوانانو ته د اسلام په نوم فرېب ورکړل شو او وروسته بيا د پاکستان زيانمنونکو فعاليتونو کې د ښکېلېدو امر ورته وشو. د ساحل په وينا، په سيمه کې د کالعدم تنظيمونو په جال کې لا هم ګڼ شمېر ځوانان بند پاتې دي چې غواړي له دې حالت نه ووځي، خو د وېرې يا فرېب له امله دا کار نشي کولی.
په دې موقع د کرک ډي پي او شهباز الهي اعلان وکړ چې د خپلو تېروتنو منلو او قانون د حدودو ته بېرته راتلونکو ټولو ځوانانو لپاره د دولت دروازې تل خلاصې دي. هغه کسان چې د گمراه کوونکو تنظيمونو په فرېب کې غلطو لارو ته تللي، که هغوی وسلې پرېږدي او عام ژوند تيرولو ته راضي شي ، نو رياست به يې هرکلی کوي.
د خټک اتحاديي مشر الحاج مدثر ايوب وويل چې موږ هيله لرو چې دولت او پوليس به د دې ځوان سره مثبت چلند کوي. زموږ په سيمه کې نور ځينې ځوانان هم د گمراه کوونکو عناصرو تر اغېز لاندې دي، چې ژر به د دولت مخې ته تسليم شي، او موږ ژمن يو چې هغوی هم د سولې او قانون لارې ته راولو.
علماء کرامو په دې موقع وويل چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم موږ ته د خوارجو نښې مخکې بيان کړې وې، چې دا خلک به د اسلام جامې واغوندي او د اسلام په نوم به د مسلمانانو او بې ګناه خلکو وينې تويوي. دا ډول عناصر نه يوازې د اسلام دښمنان دي بلکې د انسانيت دښمنان هم دي. د سولې دښمنان او بې ګناه ژوندونو ته زيان رسوونکي کسان د هېڅ مذهب سره تعلق نه لري. اسلام د سولې، زغم او انسانيت دين دی او د دې په نوم وينې تويوونکي په اصل کې د اسلام نه، بلکې د اسلام د دښمنانو د اجنډې په بنياد کار کوي