د ملتان او مظفرګړ په ضلعو کي د سیلاب د راتلو خطره پیدا شوی ده. ځکه چې د راوي او چناب سیندونه د خانېوال په شاوخوا کې یوځای شوي دي. د دې حالت له امله صوبايي چارواکو ځانونه خراب حالات ته چمتو کړي دي. سره له دې چې په تېره یوه اوونۍ کې څو ځایه سیندونو ته کنټرول شوي درزونه ورکړل شول. بیا هم خطر پر خپل ځای دی.
د محمداواله او شېرشاه په سیمو کې د اوبو سطحه ۴۱۲ فوټو ته رسېدلې ده. چې دا د خطر له کچې یوازې پنځه فوټه کم دی. چارواکو راتلونکي ۱۲ ساعته ډېر خطرناک بللي دي. ځکه چې د راوي او چناب د سیندونو له یوځای کېدو وروسته په درز لرونکو سیمو کې د اوبو فشار مخ په ډېرېدو دی.
د پنجاب حکومت د دې لپاره چې د ختیځو سیندونو په اوږدو کې ښاري سیمې خوندي کړي. یوه ستراتېژي یې غوره کړې ده. چې په هغې کې د برېجونو او بندونو فشار کمولو لپاره کنټرول شوي درزونه ورکوي. ټاکل شوې ده چې په څو ساعتونو کې به په هېډ محمداواله، شېرشاه فلډ بنډ او رنګپور کې د درز ورکولو پرېکړه وشي.څي ملتان او مظفرګړ خوندي پاتې شي.
دا وضعیت وروسته له هغې نور هم خراب شو چې د ۵۵۰۰۰۰ کیوسکه اوبو یوه لویه څپه د ماراله او خانکي هېډورکس نه تېره شوه او قادرباد هېډورکس ته په ۵۳۰۰۰۰ کیوسکه ورسېده. چارواکي وایي چې دا څپه به د زیارت (پنجشنبې) په ورځ ترمو هېډورکس او د جمعې په ورځ ملتان ته ورسېږي.
د پي ډي ایم اې (PDMA) یوه چارواکي وویل چي راتلونکي ۱۲ ساعته ډېر مهم دي. موڼږ له دوه ګوني خطر سره مخامخ یو: یو خو د اوبو موجوده لوړه کچه او بل یې یوه نوې لویه څپه. ټولې سرچینې د دې حالت لپاره چمتو شوي دي.
د چیناب پر سیند د عبدالحکیم سیمه کې یو پُل له اوبو لاندې شویدي چي له همدې امله له فیصل اباد نه کراچۍ ته د رېل ګاډو تګ راتګ ځنډول شوی دی.
د پي ډي ایم اې مشر عرفان علي کاټهیا په یوه خبري کانفرنس کې خبرداری ورکړه چې د سېلاب حالت نور هم خرابېږي ځکه چې په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې به د هند درې لوی بندونه له اوبو ډک شي. هغه تایید کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلاب درې بېلابېل خبرتیاوې خپرې شوې دي. نوموړي یادونه وکړه چې اوس مهال د چیناب د اوبو کچه ثابته ده. خو هغه سیمې چې مخکې اغېزمنې شوې وې. کېدای شي بیا له سېلاب سره مخامخ شي. د ستلج سیند اوس هم د سېلاب په حالت کې دی او په جسر سیمه کې د راوي سیند د اوبو کچه مخ په لوړېدو ده. د راوي اوبه شاته روانې دي او د چیناب سیند سره نه یوځای کېږي. چې له همدې امله د اوبو کچه نه کمېږي.
د مرستو او زیانونو راپور
د پنجاب وزیراعلی مریم نواز په ملتان کې د سېلاب ځپلو کيمپونو ته ورغله او د زیانونو د اټکل او په کیمپونو کې د څښاک پاکو اوبو، دوا پاشۍ، او حفظ الصحې د چمتو کولو لارښوونه یې وکړه.
د شورو (چهارشنبې) د شپې تر ناوخته په بېلابېلو هېډورکسونو کې د اوبو لوړه کچه ثبت شوې ده. د راوي سیند د اوبو کچه د سیند له سرچینو څخه په کمېدو وه. دا کچه په نورو برخو کې ثابته وه. د ستلج سیند هم ثابت پاتې شو.
د دې سېلاب له امله په ټول پنجاب کې له ۳.۷ میلینه څخه ډېر خلک اغېزمن شوي دي. ۴۶ کسان مړه شوي دي او له ۱.۴ میلینو څخه ډېر خلک او ۱ میلین حیوانات خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. ۴۰۹ د سېلاب کیمپونه شاوخوا ۲۵۰۰۰ بې ځایه شویو خلکو ته مرستې رسوي.