به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

​د دېر ضلعې په شاهي کوټ سیمه کې د سیمې مشرانو او د ضلعي انتظامیې په ګډون یوه لویه ګرېنډ جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کې د بېلابېلو قبیلو شاوخوا ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې مشران او سپین‌ږیري شامل وو.

​په جرګې کې ټولو مشرانو په یوه غږ فیصله وکړه چې د امن د ساتلو لپاره به له سېکوریټي فورسونو سره پوره مرسته کوي. دوی په روښانه ټکو کې وویل چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره به د پوځ ترڅنګ ولاړ وي.

​د جرګې مشرانو وویل چې ترهګر او د هغوی مرسته کوونکي د هېواد او ولس دښمنان دي او هېڅ ډول رحم به پرې ونه شي. دوی دا ژمنه هم وکړه چې که په خپله سیمه کې څوک شکمن کس یا فعالیت وویني. نو سمدسي به یې قانوني ادارو ته خبر ورکوي.

​د جرګې په پای کې دا هوډ وښودل شو چې په سیمه کې د دایمي امن لپاره به هر ډول هڅې ترسره کېږي.

نور ولولئ