د خیبر پښتونخوا د لاندې دیر (Lower Dir) په لال قلعہ میدان تحصیل کښي د ګل پولیسو په چیک پوسټ (اړیانو سوري پاو) باندې ترهګرو برید کړی چې په پایله کښې یې یو پولیس عسکر ټپي شوی دی.
دا پیښه د اتوار (یکشنبې) په شپه نږدې نهه بجې او پنځلس دقیقې وشوه. کله چې د فتنه الخوارج په نوم ترهګرې ډلې غړو په چیک پوسټ لاسي بم وغورځاوه او د مینه کرکټ میدان له لوري یې په وړو وسلو ډزې پیل کړې.
په چیک پوسټ کښې موجودو پولیسو او ایلیټ فورس ځواکونو سمدسي ځوابي برید وکړ او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې له کومه ځایه چې برید شوی و. په دې برید کښې د ایلیټ پولیسو عسکر عالمګیر ټپي شو. چې سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته ولیږدول شو. پولیسو سیمه کلابنده کړه او د لټون اپریشن یې شروع کړي دي.