به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

پاکستان د نړیوالې مالیې ادارې (آئی ایم ایف) سره د 7 بلین ډالرو د مالیې مرستې د لومړۍ جایزی لپاره خبرې پیل کړې دي.

د پاکستاني ډلی مشري مالیې وزیر محمد اورنګزیب کوي، او د آئی ایم ایف په پاکستان کښی ماموریت مشر نیتن پورټر د آئی ایم ایف ټیم له خوا د خبرو مشري کوي.

د دوشنبې په ورځ پیل شوې خبرې به تقریبا دوی هفتی جاري وی. په لومړي پړاو کښې به د ۲۰۲۴ د جولای څخه تر ۲۰۲۴ د دسمبر پورې د پاکستان د اقتصادي فعالیت تکنیکي اړخونو ته پاملرنه وشي، او په دوهم پړاو کښې به د غټی توګی پالیسۍ بحثونه شامل وي.

د جایزی یوه مهمه برخه د ۲۰۲۵-۲۶ د بجټ ارزونه ده، چې په دی وخت کښی د چمتووالي په مرحله کښې ده.

یوه کامیابه ارزونه د پاکستان لپاره د extended fund facility (ای ایف ایف) پروګرام د راتلونکي 1 بیلین ډالرو قسط خوشې کولو لپاره ضروری ده.

د آئی ایم ایف ټیم به د پاکستاني حکومتي ادارو سره مختلفې غونډې وکړي، چې پکې د مالیې وزارت، انرژي، پلان جوړونې کمیشن، د پاکستان سټیټ بینک (ایس بی پی)، FBR (ایف بی آر)، او  نوری تنظیمي ادارې لکه اوګرا او نیپرا شامل دي.

د دی نه علاوه آئی ایم ایف د پاکستان د څلورو واړو صوبو له نمایندګانو سره جلا غونډې هم ټاکلې دي.

تیر کال د اوږدې خبرې اترې وروسته، پاکستان او آئی ایم ایف د  ۳۷ میاشتو extended fund facility  پروګرام په اړه د ۷ بلین ډالرو په تړون معاهده وکړه. دا تړون د نوي ګډ حکومت او د مالیې وزیر محمد اورنګزیب لومړۍ لویه کامیابی وه.

د دې پروګرام له تایید وروسته، حکومت دعوی کړې چې اقتصادیه “بدلون کړی” دی، چې په کښې د انفلیشن په کچه کښې ډیر زیت کمښت شامل دی. لکه څنګه چې د انفلیشین کچه راټیټه شوه، حکومت د اقتصاد د فعالیتونو د ترقی لپاره د سود نرخ هم کم کړی دی.

نور ولولئ