| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:36

د پاکستان د بحري ځواکونو مشر اېډمرل نويد اشرف د چين دولتي رسنيو ته ويلي، چې د چين په همکارۍ جوړېدونکې لومړۍ «هنګور کلاس» اوبتله تمه ده چې راتلونکی کال به د فعال خدمت لپاره بحري ځواکونو ته وسپارل شي.

اېډمرل اشرف د «ګلوبل ټايمز» ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې وويل، چې د اتو هنګور کلاس اوبتلونو د جوړولو تړون چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بشپړېږي په برياليتوب سره پر مخ روان دی.

نوموړي د سږکال په چين کې د دويمې او درېيمې اوبتلې د بريالۍ اوبو ته پرېښودو مراسم د دواړو هېوادونو د بحري همکارۍ يو مهم پړاو وباله. ده زياته کړه، چې د دغو اوبتلونو جوړېدل نه يوازې د پاکستان بحري ځواک وړتياوې پياوړې کوي، بلکې د کراچۍ د کښتۍ جوړولو او انجينرۍ فابريکې له لارې د ټېکنالوژۍ د لېږد له برکته د ځان‌بسياينې سبب هم ګرځي.

اېډمرل اشرف د Type 054A/P فريګيټونه د پاک ـ چين بحري همکارۍ بله لويه لاسته راوړنه وبلله. د ده په وينا، دا څو موخې لرونکي فريګيټونه «ډېر پرمختللي جنګي کښتۍ» دي، چې د پاکستان بحري ځواک د هوايي دفاع، د اوبو لاندې جګړې او سمندري څارنې وړتياوې يې په پام وړ ډول زياتې کړې دي.

ده وويل، دا کښتۍ د عربي سمندر په شمالي برخه او د هند سمندر په پراخه سيمه کې د سمندري امنيت د ټينګښت په برخه کې مهم رول لوبوي.

اېډمرل اشرف زياته کړه: «له چين څخه ترلاسه شوي تجهيزات او کښتۍ د باور وړ، تخنيکي پلوه پرمختللي او د پاکستان بحري ځواکونو د عملياتي اړتياوو سره سمون لري.»

ده ټينګار وکړ، چې د پاکستان او چين تر منځ شراکت د ژورې دوستۍ، متقابل اعتماد او ګډو ستراتيژيکو ګټو پر بنسټ ولاړ دی. نوموړي تمه څرګنده کړه، چې په راتلونکې لسيزه کې به د کښتۍ جوړونې، روزنې، ټېکنالوژۍ د شريکولو او صنعتي همکارۍ په برخو کې لا زيات پرمختګ وشي.

اېډمرل اشرف وويل، پاکستان چين د نړيوال اقتصاد د مهمو بحري لارو د ساتنې په برخه کې يو باوري شريک ګڼي.

نور ولولئ