د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم، اسحاق ډار، د جمعې په ورځ غزې د سولې په اړه په مهمو خبري وکړي. هغه دا خبرې په قامي اسمبلۍ (ملي شورا) کې وکړې.
ډار صیب وویل چې کله د غزې لپاره ۲۰ ماده ییز پلان جوړېدو. نو هغه په دې ټینګار وکړو چې د اسراییلو نوم ترې وباسي او دا مسوده په نیمه شپه کې وروستۍ شوه.
هغه زیاته کړه چې د فلسطین مسله ډېره دردوونکې ده او ټول قوم پرې یو رای دی. هغه دا هم ومنله چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې په مسله کې مهم ټکي وړاندې کړي وو.
ډار وویل کله چې دوی ته ۲۰ ماده ییز پلان ورکړل شو. نو ده د اسلامي هېوادونو په استازیتوب یو بدل شوی پلان وړاندې کړو. خو هغه دا هم وویل چې کوم ۲۰ ماده ییز پلان چې وروستی شو. په هغې کې بدلونونه راغلي دي او مونږ دا بدلونونه نه منو.
هغه د اته هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او ولسمشر ټرمپ د ټیم ترمنځ د غونډې په اړه وویل. په دې غونډه کې ټرمپ په ښکاره خبرې وکړې او پر دې خبره ټول متفق شول چې په ګډ بیان کې به لوېدیځه غاړه (ویسټ بانک) د غزې برخه بلل کیږي. ډار ټینګار وکړو چې دا د یو هېواد نه بلکې د ټولو اسلامي هېوادونو ګډه مسؤلیت دی. په ګډ بیان کې د ټرمپ هڅې د سولې لپاره ستایل شوې دي. ډار په دې خبره ټینګار وکړو چې د فلسطین په اړه د پاکستان پالیسي هغه ده چې د پاکستان بنسټ ایښودونکي قاید اعظم محمد علي جناح وه.
ډار د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په څېر پر نړیوالو ادارو خپګان څرګند کړو. چې د غزې د وینې تویونې په درولو کې پاتې راغلې دي. هغه وویل چې په جګړه ځپلو سیمو کې خلک له لوږې مري. هغه وویل چې وزیر اعظم په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو نوم اخیستی او سخته غندنه یې کړې وه.
اسحاق ډار چین د پاکستان تل پاتې دوست وباله او ویې ویل چې زمونږ په خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ کې چین مهم ځای لري.
هغه زیاته کړه چې د سعودي عربستان سره د پاکستان اړیکې د څو لسیزو راهیسې دي او دفاعي تړون ناڅاپي نه بلکې پرې له ډېر وخته کار روان و.
مرستیال وزیراعظم د اسراییلو لخوا پر ګلوبل صمود فلوټیلا باندې برید هم سخت وغندلو. په دې برید کې اسراییلو د فلوټیلا ۲۲ بېړۍ ونیولې او ځینې کسان یې ونیول چې ځینې یې پاکستانیان وو. هغه تایید کړه چې پخوانی سېنېټر مشتاق احمد خان هم په نیول شویو کې شامل دی او د هغه د خلاصون لپاره یې له یوه اغېزمن اروپایي هېواد سره خبرې کړې دي. هغه ژمنه وکړه چې د نورو پاکستانیانو د بېرته راتلو لپاره به هم هڅې کوي.