په لکی مروت ضلع کښې پولیسو په یوه کامیاب استخباراتي اپریشن کښې یو ډیر مطلوب ترهګر قوماندان کفایت الله عرف کفایتي وواژه. دا اپریشن د لکی سټي تاڼې په حدودو کښې د ناورخیل په علاقه کښې وشو.
د بنوں ریجن ډی آی جی سجاد خان په لارښوونو او د لکی مروت ډی پی او نذیر خان په مشرۍ، د پولیس او سي ټي ډي ټیم دا کاروائي وکړه. د ځايي سرچینو په وینا پولیسو ته مستند معلومات ترلاسه شوي وو چې مطلوب ترهګر کفایت الله د پولیسو په اهلکارو د ټارګټ کلنګ، بمي بریدونو او نورو ترهګرو کاروائی کښې ملوث وو او د یوه نوي برید پلان يی جوړولو.
د پولیسو د سرچینو په وینا د اپریشن په وخت ترهګرو په پولیس پارټۍ ډزې شروع کړې. چې په نتیجه کښې یې پولیس کانسټیبل رضوان زخمي شو. پولیسو په میړانه جوابي کاروائي وکړه او د ډزو تبادله ډیر وخت روانه وه. کله چې ډزې ودرېدې نو د تلاشۍ په وخت یو ترهګر مړی وموندل شو چې پیژندنه یې د کفایت الله عرف کفایتي په نوم وشوه.
هغه د پولیسو او امنیتي ځواکونو په بریدونو کښې مطلوب وو. د هغه له قبضې نه ډک کلاشنکوف او مهمات هم ترلاسه شول.
د بنوں ریجن ډی آی جی سجاد خان په اپریشن کي د برخه اخیستونکو افسرانو او ځوانانو میړانه او عزم وستایلو او وویل چې مونږ په خپلو ځوانانو فخر کوو. په علاقه کښې د مزید پاکولو تلاشي اپریشن روان دي.