به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د بلوچستان د وزیراعلی ایډیشنل چیف سیکرټري حمزه شفقات په وینا په کوېټه کې تېره شپه یو ځانمرګی برید وشو. په دې پېښه کې ۱۵ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شول. په مړو کې ۲ پولیس هم شامل وو.

​شفقات وویل چي دغه پېښه شپه په ۹ بجو او ۴۰ دقیقو وشوه. کله چې یوه جلسه ختمه شوې وه. چاودنه د جلسې ځای نه ۵۰۰ مټره لیرې د قبرستان سره نژدې شوې ده. هغه وویل چې بلوچستان نیشنل پارټۍ (BNP-Mengal) د جلسې په کولو ټینګار کاوه. حال دا چې حکومت د عید میلاد النبي په مناسبت د امنیتي خطرونو له امله سخت امنیتي تدابیر نیولي وو.

​شفقات نور معلومات ورکړل چې د بریدګر مړی موندل شوی چې عمر یې د ۳۰ کلونو څخه کم دی. په دې چاودنه کې شاوخوا ۸ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد استعمال شوي وو.

​هغه زیاته کړه چې د جلسې لپاره ۱۱۲ امنیتي کسان ځای پر ځای شوي وو او حکومت یې په کولو کې ډېر انعطاف ښودلی وو. خو د عید میلاد النبي په مناسبت ښار کې د سختو امنیتي خطرونو له امله امنیت په لوړ حال کې و.

​هغه وویل چي د بلوچستان وزیراعلی د قربانیانو لپاره د ۱۵ لکه روپیو اعلان کړی دی. حمزه شفقات وویل چې دوی ټول معلومات نه شي شریکولای او د خپلو مقرراتو سره سم کار کوي.

نور ولولئ