د خیبر پختونخوا په لکي مروت ضلع کې په شیري خېلو سیمه کې د ترهګرو لخوا د یوه مسجد مخې ته په موټرسایکل کې ایښودل شوی بم چاودلی دی.
د ځایي خلکو په وینا د ترهګرو مقصد د کلي د چغې ګوند او عام خلک وو. ځینې خلک وایي چې دغه بمي چاودنه د پهاړ خېل پکا په سیمه کې د چاودنې لپاره ټاکل شوې وه. د ځایي خلکو په وینا په دې چاودنه کې یو یا دوه ترهګر ټپیان شوي دي.
د خوشې په خوشې سره موټرسایکل د هدف څخه مخکې په خپله چاودلی دی. چې له امله یې عام خلک د مرګ ژوبلې څخه روغ پاتې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لکي مروت په شاه حسن خېلو او نورو سیمو کې د ورته ترهګریزو بریدونو پېښې شوې وې.