به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ده جمعې په ورځ د کورنيو او تجارتي مصرف کوونکو لپاره د برېښنا نرخونو کښې لوی کمښت اعلان کړ.

شهباز دا اعلان یو خاص مراسم کښې وکړ چې په کښې د مرکزی کابینې غړي او سوداګر ګډون وکړو.

وزیراعظم وویل چې د کورنيو مصرف کوونکو لپاره د برېښنا نرخونه په هر یونټ کښې ۷.۴۱ روپې کمېږي او نوی نرخ به ۳۴.۳۷ روپې په هر واحد کښې شي.

همدارنګه د تجارتي مصرف کوونکو لپاره د برېښنا نرخ په هر یونټ کښې ۷.۵۹ روپې کمېږي.

شهباز شریف وویل تر هغه چې مونږ د برېښنا نرخونه په پام وړ توګه راکم نه کړو. پاکستان صنعت، کرنه، سوداګري او صادرات وده نه شي کولای. هغه دا نرخ کمښت د ملت لپاره د عید یوه ډالۍ وبلله او وویل چې دآئي ایم ایف (IMF) سره پراخو خبرو اترو وروسته نیول شوی دی.

هغه وویل چې حکومت د خپلواکو برېښنا تولیدونکو سره په خبرو کښې بریالی شوی او ۳۶۶۹ بیلین روپې یې ژغورلي دي. همدارنګه د حلقوي پورونو د حل لپاره پلانونه هم جوړېږي.

شهباز شریف وویل چې د هغه حکومت هېواد د پورونو له بحران څخه وژغوره او اوس تورم له ۳۸٪ څخه یوې رقمې ته راکم شوی دی. همدارنګه د پاليسۍ نرخ هم ۱۲٪ ته راکم شوی دی.

هغه وویل چې د برېښنا کم نرخونه به د عامو خلکو ژوند اسانه کړي او په همدې وخت کښې به د پاکستان صادرات نور هم سیالي وړ کړي.

د وزیراعظم دا اعلان هغه وخت کښې راغلی دی چې په پاکستان کښې د برېښنا تولید پنځه کلن ټيټ سطح (۶۹۴۵ ګیګا واټ ساعتونه) ته رسیږي.

نور ولولئ