د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله نړۍ کښی پر خپلو متحدینو او سیالو هېوادونو باندې درنې سوداګریزې تعرفې لګولي دي. چې په دې توګه یې روانه سوداګریزه جګړه لا پسې توده کړې ده. ټرمپ همدارنګه پر پاکستاني توکو باندې د ۲۹ سلنې تعرفې اعلان وکړ.
دغه تعرفې د ټرمپ لخوا په سپینه ماڼۍ کښې اعلان شوې. هغه څه چې هغه د امریکا لپاره د آزادۍ ورځ وبلله. ټرمپ اعلان وکړ چې د هغه اداره به امریکا ته پر ټولو واردېدونکو توکو باندې ۱۰ سلنه لومړنۍ تعرفه وضع کړي او همدارنګه به پر هغو سوداګریزو شریکانو باندې لوړې متقابلې تعرفې ولګوي چې پر امریکایي توکو مالیه لګوي.
ټرمپ وویل چې دا اقدام به امریکا ته د مهمو صنعتونو په بېرته راګرځولو کښې مرسته وکړي.
په دې اقدام کښې له پاکستان څخه پر واردېدونکو توکو باندې ۲۹ سلنه تعرفه شامله ده کوم چې د ټرمپ په وینا پر امریکایي توکو ۵۸ سلنه تعرفې لګوي.
د چین له وارداتو څخه پر توکو باندې ۳۴ سلنه درنه تعرفه لګول شوې ده. هغه هم په داسې حال کښې چې پر اروپا باندې ۲۰ سلنه تعرفه لګول شوې ده. په ورته وخت کښې هند ته ۲۴ سلنه تعرفه وضع شوې. چې د شاوخوا هېوادونو په پرتله ټیټه خو بیا هم له تمې څخه لوړه ده. چین په کلکه غبرګون ښودلی او د متقابلو تعرفو ګواښ یې کړی دی. دا اقدام د نړۍ پر اقتصاد باندې چې لا دمخه د وبا څخه وروسته د انفلاسیون له امله زیانمن شوی او ښايي چی ناوړه اغېزې وکړي.