به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په آزاد کشمیر کې د ګډې ولسي اقدام کمیټې د مظاهرو وروسته وضعیت ډیر خراب شوی دی.

 د مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتو کې تر اوسه پورې ۹ کسان مړه شوي دي. په دې کې ۶ عام خلک او ۳ پولیس شامل دي.

​د مظفرآباد د اطلاعاتو څانګې له یوې اعلامیې سره سم په دې پېښو کې د پولیسو او عامو وګړو په ګډون ۲۲۲ څخه زیات کسان زخمیان شوي دي.

 اداری له خلکو غوښتنه کړې چې ارام پاتې شي او په ټولنیزو رسنیو کې د دروغو خبرونو خپرولو څخه ډډه وکړي.

​د حکومتي سرچینو په وینا د مظاهره کوونکو له ۳۸ غوښتنو څخه ۳۶ منل شوې دي. خو ۳۷مه غوښتنه د اسمبلۍ سیټ لپاره اساسي قانون کې بدلون ته ضرورت لري او ۳۸مه غوښتنه په اړه ده. په دې غوښتنه کې کمیټې د ځان لپاره غیر ضروري امتیازات غواړي او هم د سرکاري افسرانو د مراعاتو ختمول غواړي چې دا په ټول ملک کې له عملي کیدو پرته ممکن نه ده.

​د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په آزاد کشمیر کې د خراب وضعیت سخت نوټس اخیستی او ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

​هغه وویل چې سوله ایز احتجاج د هر وګړي اساسي حق دی. خو مظاهره کوونکي باید عام نظم ته زیان ونه رسوي. وزیراعظم قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې زغم او حوصله وښيي. د خلکو احساساتو ته درناوی وکړي او له غیر ضروري سختۍ څخه ځان وساتي.

​شهباز شریف په دې ناخوښه پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د شفافو تحقیقاتو امر یې وکړو. هغه دا هم وویل چې متاثره کورنیو ته دې سمدستي مرسته ورسیږي.

​د مسلې د سوله ایز حل لپاره وزیراعظم د خبرو اترو کمیټې د غړو شمیر زیات کړی دی. په دې کمیټې کې اوس سینیټر رانا ثنا الله، سردار یوسف، احسن اقبال، مسعود خان، او قمر زمان کایره شامل شوي دي.

نور ولولئ