به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

​امنیتي ځواکونو او  سی ټی ډی (CTD) د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي. چې لږ تر لږه ۲۱ شکمن ترهګر یې وژلي دي. د دې نه علاوه څلور نورو ترهګرو د ښځو په جامو کې د تېښتې هڅه کوله. دوي په خضدار کې نیول شوي دي.

​د کویټې په غزابند اغبُرګ سیمه کې د CTD د معلوماتو پر اساس عملیات پیل شول. د یو ساعت په اوږدو کې سخته جګړه وشوه. چې په پایله کې یې ۱۰ ترهګر ووژل شول. په دې جګړه کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. له دې ځایه ډېرې وسلې او چاودېدونکي مواد هم نیول شوي دي.

​په یوه بېله پېښه کې امنیتي ځواکونو د شیراني ضلعي په مغل کوټ سیمه کې د “فتنه الخوارج” ډلې پر شکمن کیمپ برید وکړو او اته (۸) ترهګر یې ووژل. له دې ځايه هم عصري وسلې او مهمات نیول شوي دي.

​د پاکستان آیی ایس پي آر  (ISPR) ویلي چې په ټولیزه توګه ۱۳ ترهګر د ستمبر پر ۳۰مه او د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په کویټه او کېچ کې وژل شوي دي.

​د ISPR په وینا په کویټه کې وژل شوي ۱۰ ترهګر د هند تر ملاتړ لاندې خوارج (چې مراد ترې تحریک طالبان پاکستان TTP دی) وو.

​په همدې حال کې درې نور ترهګر چې د فتنه الهندستان (چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو لپاره کارول کېږي) سره تړاو لرلو. دوی په کېچ کې وژل شوي دي.

​آیی اېس پي آر دا هم ویلي چې په خضدار کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو پر مهال څلور (۴) ترهګر نیول شوي دي. چې دا ښځینه په جامو کې یی د تېښتې هڅه کوله. دا نیول شوي کسان هم له هند څخه په ملاتړ شوې ډلې فتنه الهندستان سره تړلي بلل شوي دي.

​امنیتي ځواکونو یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې ترهګري به په مکمله توګه له منځه وړي او ویلي یې دي چې ټول عاملین او د هغوی مرسته کوونکي به عدالت ته راکاږي.

نور ولولئ