په کونړ ولایت کښې د زلزلې وروسته مرګ ژوبلې او مالي زیانونه زیات شوي دي. د نورګل، چوکۍ، چپه دره، پېچ دره، وټه پور، او اسعد آباد ولسوالیو کښې د زلزلې له امله تر اوسه ۱۴۱۱ کسان وژل شوي او ۳۱۲۴ تنه ټپیان شوي دي. په دې زلزله کښې ۵۴۱۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ژغورنې عملیات په ټولو زیانمنو سیمو کښې په چټکۍ سره روان دي. په هغو سیمو کښې چې هلیکوپټرې نه شي کیناستې. هغه ځایونو ته په لسګونه کمانډو ځواکونه نن د هوا له لارې ښکته کړای شوي تر څو تر خاورو لاندې بند پاتې ټپیان را وباسي او خوندي ځایونو ته یې ورسوي.
د پېښې ځای ته نږدې په خاص کونړ ولسوالۍ کښې یو کمپ جوړ شوی چې پکې د مرستو کمېټې د بیړنیو مرستو توزیع تنظیموي. همدارنګه د پېښې ځای ته نږدې دوه نور مرکزونه هم جوړ شوي تر څو د ټپیانو د لېږد، د شهیدانو د خښولو او د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې چارې سمبال کړي.
د نړۍ ګڼو هیوادونو د دې دردناکې پېښې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او د مرستو اعلان یې کړی دی. د دغو مرستو یوه برخه د بیړنیو مرستو کمېټې ته سپارل شوې ده چې پر زیانمنو یې ووېشي.