د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کښې د نهې په سهار وختي ځانمرګي برید کښې درې امنیتي سرتیري شهیدان شوي او یو بل امنیتي سرتیری او یو پولیس افسر سخت ټپیان دي. دغه برید د بنو په فیډرل کانسټیبلري لاین کښې شوی دي. چې یو ځانمرګي بریدګر چاودیدونکي توکي ډکه موټر دروازې ته ټکر کړی. د چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سختې ډزې شوې.
په اسلام آباد کښې میشته خبري اېجنسۍ دی خراسان ډایري ته پولیسو د دې برید په اړه ویلي چې د چاودنې وروسته څلور یا پنځه بریدګر د تاسیساتو احاطې ته په ننوتلو کښې بریالي شوي وو. د امنیتي سرتیرو په چټک ځوابي اپریشن کښې درې بریدګر وژل شوي او یو بل بریدګر لاهم په یوه ودانۍ کښې پټ دی او ډزې کوي. پولیس چارواکو دی خراسان ډایري ته تائید کړې چې یو بریدګر په یوه کوټه کښې ایسار شوی او د امنیتي ځواکونو اپریشن روان دي.
د دغه عملیاتو مشري خپله د ضلعي پولیس افسر سلیم عباس کلاچي کوله. د ځایي سرچینو په وینا په دې اپریشن کښې څلور پولیس افسران، چې ایس ایچ او دمساز خان هم پکې شامل دی، ټپي شوي دي او سمدستي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د دغه برید مسوولیت حافظ ګل بهادر ګروپ، جبہۃ المہدی خراسان او البدر اشتہادی کنډک منلی ده. چې دا ډلې د اتحاد المجاهدین پاکستان په نوم له یوې لویې ترهګرې ډلې سره تړلي دي.
چارواکو ویلي چې په بنو کښې اپریشن د پای ته رسیدو په حال کښې دي او د ودانۍ د پاکولو بهیر روان دی. خو د بریدګرو اصلي شمیر لاهم نه دی معلوم.