به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د باجوړ چارواکو د ترهګرۍ ضد احتمالي عملیاتو لپاره د بې ځایه شویو خلکو لپاره د کیمپ جوړولو چارې پیل کړې دي.

د خېمو او توشکو (mattress) په ګډون یو شمېر اړین توکي د خالي (شنبې) په سهار وختي د باجوړ سپورټس کمپلکس ته ولېږدول شول.

خو تر اوسه پورې چارواکو د کوم عملیاتو اعلان نه دی کړی.

بل پلو په سیمه کښې د ځايي مشرانو او تحریک طالبان وسله والو ترمنځ دویمه غونډه جوړېدونکې ده. تر ماسپښین دوو بجو پورې د جرګې غړي راټول شوي وو او د طالبانو لوري ته په تمه وو.

د خبرو اترو لومړی پړاو د جمعې په ورځ ترسره شو. چې د جرګې غړو د ټي ټي پي له غړو څخه دوه غوښتنې درلودې: یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي چې له کوم ځایه راغلي یا دې له ګڼ مېشتو سیمو څخه ووځي او په خلاص میدان کښې دې وجنګیږي.

طالبانو د مشورو لپاره تر خالي (شنبې) پورې په اوربند کښې د غځولو غوښتنه کړې وه. چې وروسته یې دویم پړاو خبرې اترې وټاکل شوې.

دې اونۍ په لومړیو کښې په باجوړ کښې په ۱۶ سیمو کښې د وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره کرفیو لګول شوې وه. په دغو عملیاتو کښې څو تنه وسله وال وژل شوي وو. چارواکو په رسمي ډول د وژل شویو کسانو شمېر نه و ورکړی.

نور ولولئ