به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د اسلامي جمهوریت ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پېزېشکيان د خالي (شنبه) په ورځ پاکستان ته راورسېد.

 دا سفر د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په بلنه شوی دی. لکه څنګه چې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان کړی و.

ډاکټر پېزېشکيان چې له ولسمشرۍ وروسته یې پاکستان ته دا لومړنی سفر دی. یو لوړ پوړی پلاوی هم ورسره دی. چې پکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.

 ټاکل شوې ده چې ولسمشر به د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره وګوري او له لومړي وزیر شهباز شریف سره به د پلاوي په کچه خبرې وکړي.

دا سفر د وزیراعظم شهباز شریف له هغه سفر وروسته کیږي چې هغه د ۲۰۲۵ کال د مې په ۲۶مه ایران ته کړی و او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو نور هم پیاوړي کول دي. دا سفر په اصل کښې د جولای په ۲۶مه ټاکل شوی و.

 خو د نامعلومو دلایلو له امله د اګست دویمې ته وځنډول شو. د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د دې ځنډ په اړه څه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

دا سفر ځکه مهم دی چې د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي چې په ۲۰۲۴ کال د اپریل په میاشت کښې یې پاکستان ته سفر کړی و. په دې وروستیو کښې وفات شو. د ډاکټر پېزېشکيان په سفر کښې به له اسلام آباد سربېره د لاهور او کراچۍ احتمالي سفرونه هم شامل وي. تمه کیږي چې په دې سفر کښې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ورورولیزو اړیکو او لا زیاتو همکاریو ټینګار وشي.

نور ولولئ