د مرکزي حکومت لخوا د هغو کسانو لپاره چې د پاتې کېدو اسناد یا PoR کارډونه یې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه نېټه پای ته رسېدلي. د هغو کسانو د بېرته ستنېدو (ریپټریشن) یوه لویه پروسه اعلان شوې ده.
د کورنیو چارو او مخدره موادو کنټرول وزارت د ۱۹۴۶ کال د بهرنیانو د قانون له مخې د نیولو، بندي کولو او بېرته ستنېدو امر کړی دی.
د دغه امر په اساس د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنېدو پلان چې د مرکزي حکومت لخوا منظور شوی دی . دغه امر به پلي کیږي. ځکه چې د PoR کارډونو د مودې پای ته رسېدو سره د دوی پاتې کېدل ناقانونه ګڼل کیږي.
د ضلعي ادارو، پولیسو، څارنوالۍ او زندانونو ادارې ته واک ورکړل شوی چې ضروري اقدامات وکړي. دا امر په ځانګړي ډول د هغو بهرنیانو په اړه دی چې اوسمهال د ۱۹۴۶ کال د بهرنیانو د قانون د ۱۴B برخې له مخې محاکمه کیږي یا سزا یې جاری کوي.
خو په دې کښې ویل شوي چې که چیرې یو څوک د بهرنیانو د قانون پرته د بل جرم له امله د محاکمې لاندې وي یا سزا پرې تېرېږي. نو هغه به بېرته نه ستنېږي.
په عین حال کښې هغه افغان وګړي چې قانوني ویزې لري، اجازه لري چې په پاکستان کښې پاتې شي.



